د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضي لودین: په جومات یا بل هر ځای کې د انسان وژنه ظالمانه عمل دی


قاضي لودین: په جومات یا بل هر ځای کې د انسان وژنه ظالمانه عمل دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:53 0:00

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې د اګست پر ۱۷مه د ماښام لمانځه پر مهال په جومات کې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی. د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د اګست پر ۱۸مه وویل چې په پېښه کې ۳۳ کسان ژوبل شوي هم دي. اسوشيېټډ پرېس اژانس وايي، ځانمرګي برید د خیرخانې په صدیقیه جومات کې ځان والوځاوه. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. خو تر دې مخکې په جوماتونو او نورو عبادتځایونو کې یوشمېر خونړي بریدونه شوي دي. د افغانستان پېژندل شوی دیني عالم قاضي لودین وايي، اسلامي شریعت په جومات یا په بل هېڅ ځای کې د انسان د وژنې اجازه نه ورکوي. دی وايي، په افغانستان کې مذهبي جګړې او تاوتریخوالي ته لمن وهل کېږي او د طالبانو حکومت د امنیت ذمه وار دی. لودین همداراز طالبان هم تورنوي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په جوماتونو او نورو عبادتځایونو کې بریدونه کړي. د طالبانو حکومت وايي، د هېواد امنیت ته ژمن دي. موږ د مرکې په پیل کې له قاضي لودین څخه پوښتلي چې پر جوماتونو ولې حملې کېږي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG