د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې ۳ کسان وژلي، ۱۳ ژوبل کړي دي


طالبان په کابل کې (انځور د سيپتمبر د دولسمې دی)
طالبان په کابل کې (انځور د سيپتمبر د دولسمې دی)

د افغانستان په سرښار کابل کې نن (د سيپتمبر په ۲۱مه) د يو ریسټورنټ سره نيږدې شوې چاودنه کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور زخميان دي.‌

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ مشال راډيو ته ويلي چې د دهمزنګ څلور لارې سره شوې د دې برید انګېزه لا معلومه نه ده خو لږ تر لږه پکې ۳ کسان مړه او ۱۳ زخميان دي. خو په ټولنيزو رسنيو ځيني ويډيوګانې خپرې شوې چې خلک پکې د ګېس خرڅولو دکان سره نيږدي زخميان وباسي.

د زخميانو وړونکي په ويډيو کې وايي چې چاودنه د یوې ګیس ډبې له چاودنې شوې خو په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي پلټنې یې روانې دي. دا چاودنه د بريښنا شرکت سره نيږدې شوې ده.

د افغانستان برښنا شرکت په یوه اعلامیه کې چې پر ټويټر یې خپره کړې، لیکلي دي چې په چاودنه کې د دوی یو شمېر کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېر يې نه دی لیکلی.

د پېښې يو عینې شاهد ازادي راډيو ته وویل چې د چاودنې غږ ډير زورور وو. "یو لوړ غږ شو، موږ منډه کړه چې څه کیسه شوه. چې ورغلو یوه چاودنه شوې وه. نه پوهېږم چې څه ډول چاودنه شوې خو ټپیان مو موټر ته پورته کړل. جامې مې ټولې په وینو ککړې شوې. ټپیان یې روغتون ته يوړل خو نه پوهېږم چې څو کسان وو."

په کابل کې د استقلال دولتي روغتون پر خپل فیسبوک او ټویټر دغه روغتون ته د وړل شویو دریو مړو او ۱۳ ټپيانو نومونه خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG