د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي


په کابل کې د طالبانو د حکومت یو سرتېری تر برید وروسته د بهرنیو وګړو له مېلمستون سره نېږدې تېرېږي - د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر ۱۳مې انځور.
په کابل کې د طالبانو د حکومت یو سرتېری تر برید وروسته د بهرنیو وګړو له مېلمستون سره نېږدې تېرېږي - د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر ۱۳مې انځور.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند خالد ځدراڼ وايي، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته مخامخ شوې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل مشال راډیو ته د جنورۍ ۱۱مې چاودنه تایید کړه خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل. خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې پېښه مازیګر شاوخوا ۴ بجې شوې. ځدراڼ په یوه بل پیغام کې ویلي، دغه پېښه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه، د پېښې عاملان به په خپلې سزا ورسوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په پېښه کې ۲۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده خو د وژل شویو او ژوبلو کره شمېر یې نه دی ورکړی.

په وزارت کې یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پر مهال د بهرنیو چارو په وزارت کې له چینايي ډېپلوماټانو سره غونډه روانه وه.

د پېښې څرنګوالی لا معلوم نه دی خو افغان اسلامي اژانس د وزارت د یوه کارکوونکي له خولې ویلي دي چې دا یو ځانمرګی برید وو.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه د کابل په شهرنو سیمه کې پر مېلمستون په وسلوال برید کې دوه بهرنيان ژوبل شوي ول. د طالبانو حکومت د ژوبلو کسانو پېژندګلوي نه وه په ډاګه کړې خو رویټرز اژانس ویلي ول چې په هغه مېلمستون کې اکثر چینايي وګړي اوسي.

د طالبانو حکومت هغه مهال زیاته کړې وه چې په نښته کې یې درې بریدګر وژلي دي.

تر دې یوه ورځ وروسته د چین حکومت پر طالبانو غږ وکړ چې پر مېلمستون د برید پلټنې وکړي او له خپلو وګړو یې وغوښتل "ژرتر ژره" له افغانستانه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په ډېسېمبر کې په خپل درې میاشتني رپورټ کې وویل چې په افغانستان کې وسلوالې نښتې، بریدونه او د طالبانو مخالف فعالیتونه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مشر په رپورټ کې لیکل شوي چې د ۲۰۲۲ز کال د اګست له ۱۷مې څخه د نومبر تر ۱۳مې پورې په افغانستان کې په مجموعي توګه ۱،۵۷۸ پېښې ثبت شوې وې چې د تېر کال پرتله ۲۳ فیصده زیاتې وې. رپورټ البته کاږي چې په هغه هېواد کې چاودنې اووه فیصده او د تښتولو پېښې ۵۲ سلنه ټیټې شوې دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بریدونه شوي دي چې پکې د طالبانو په ګډون سلګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ډېسېمبر پر شپږمه په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي ول او ۱۳ ژوبل ول. د ډېسېمبر پر دویمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد کې يو ساتونکی ژوبل شوی وو. طالبانو ادعا کړې وه چې د بريد په تور يې د داعش ډلې یو مشکوک وسلوال نیولی دی.

رویټرز اژانس وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ډېسېمبر پر څلورمه نیمه شپه پر پیغام استونکي اپلیکېشن ټېلېګرام په بیان کې دعوه وکړه چې دوو وسلوالو یې هغه مهال د پاکستان پر سفارت برید وکړ چې ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني د ودانۍ په انګړ (غولي) کې موجود وو.

تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه هم د سمنګان د مرکز په یوه دیني مدرسه کې په چاودنه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي ول. د نومبر پر ۲۳مه په پلازمېنه کابل کې یو وسلوال په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې پکې پینځه کسان ووژل شول او یو ژوبل شو. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه وویل چې د پلازمېنې په لویدیځ کې پر "کاج ښوونیز مرکز" په برید کې ۴۳ کسان وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان له جومات سره نېږدې په چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې. د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رېستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG