د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين له خپلو وګړو وغوښتل چې سمدستي دې له افغانستانه ووځي


په کابل کې پر دې هوټل برید شوی وو
په کابل کې پر دې هوټل برید شوی وو

د چین حکومت پر طالبانو غږ کړی چې د دیسمبر پر دولسمه په کابل کې شوي بريد په اړه پوره څيړنې وکړي او له خپلو وګړو یې غوښتي چې ژرتر ژره له افغانستانه ووځي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین د دیسمبر پر ۱۳مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې په افغانستان کې روانې بې امنۍ ته په کتو دې ټول چینايي وګړي او موسسې سمدستي له افغانستانه ووځي.

بین همداراز زیاته کړه چې په دې حمله کې یې ۵ وګړي زخمیان شوي دي. هغه د دغو شمېرو د ورکولو په وخت په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د برید هر اړخيزه څېړنې وکړي.

نوموړي همداراز وويل: "په افغانستان کې د چین سفارت د طالبانو له سرپرست حکومت څخه یولړ واضحې غوښتنې کړي چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي. د برید په اړه هراړخیز تحقیقات دې وشي. عاملان یې عدالت ته راکاږي او هلته د دېره چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي."

په کابل کې دا برید د ديسمبر پر دولسمه پر يو هوټل وشو. په کابل کې ايمرجنسي روغتون د بريد له کېدو څو ساعتونه وروسته پر ټويټر ليکلي چې د حملې له ځايه دوی ته ۲۱ زخميان وروړل شوي وو چې دريو پکې پر لاره ساه ورکړې وه. دا روغتون تر حملې لاندې راغلي هوټل څخه نيږدې يو کېلوميټر ليرې دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو د حملې په اړه يوازې دومره معلومات ورکړي وو چې بهرني مېلمانه نه دي وژل شوي. د طالبانو وياند، ذبیح الله مجاهد د ديسمبر پر دولسمه پر ټويټر ليکلي وو چې برېد دريوو وسله والو کړی چې ټول وژل شوي دي. هغه ادعا کړې وه چې په بريد کې يوازې "دوه بهرني وګړي زخميان شوي او هغه هم له دې امله چې له دې څو پوړيزې ودانۍ له يو لوړپوړ یې ځانونه غورځولي وو".

امريکايي چارواکو هم پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونیسي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د دیسمبر پر ۱۲مه، په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل چې افغانان له اوږدې مودې راهیسې له تاوتريخوالي سره مخامخ دي. د هغه په وينا طالبان مسوليت لري چې د تشدد مخه ونیسي.

پرایس زیاته کړه: "موږ هر څه له نیږدې څارو. موږ د افغانانو ترڅنګ چې له دې ډول تاوتریخوالي ځورېږي، ولاړ يو."

اې ايف پي خبري اژانس ليکلي‌چې داعش وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري منلې ده. ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې امنيت د دوی مسوليت دی او کوښښ کوي چې ټينګ یې وساتي.

د دیسمبر پر يوولسمه په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو مرستیال وزير شير محمد عباس ستانکزي سره کتلي وو. دې وزارت په يو بیان کې ويلي وو چې "د چین سفیر په افغانستان کې له سرتاسري امنیت څخه خوښي څرګنده کړه" خو له طالبانو یې غوښتي وو چې "په کابل کې د چين سفارت ته پاملرنه لا زیاته کړي".

د کابل ښار پر یوه هوټل برید شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00
XS
SM
MD
LG