د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې په کابل کې پر سفارت تر شوي ځانمرګي برید وروسته د وېزو څانګه بنده کړه


د روسیې د سفارت سره شوي ځانمرګي بريد کې زخمي شوي افغانان
د روسیې د سفارت سره شوي ځانمرګي بريد کې زخمي شوي افغانان

په افغانستان کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې په کابل کې یې پر ودانۍ تر ځانمرګي حملې وروسته د لنډمهال لپاره د قونصلي (وېزو ورکولو) څانګه بندوي.

دې سفارت دا خبره د سپتمبر په پينځمه شوي هغه ځانمرګي بريد لږ وروسته پر ټويټر ليکلي‌چې د روسیې د ديپلوماتيکې برخې دوه کارکوونکي او ۴ افغانان پکې ووژل شول.

د دې حملې ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې ده.‌ په وروستيو کې په افغانستان کې بريدونه ډېر شوي دي. د اکثرو ذمه واري یې داعش وسله واله ډله پر غاړه اخلي.

د روسیې بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په پينځمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پر دغه ورځ د سفارت د ودانۍ مخې ته په ۱۰ کم ۱۱ بجې يو تن په ځان پورې چاودېدونکي مواد وچوول او مرګ ژوبله یې رامنځته کړه. دغه مهال روسي ديپلوماتانو د هغو افغانانو نومونه اخیستل چې سفارت ته وېزې اخیستو پسې ورغلي وو.‌

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي تر حملې وروسته، ماښام مهال د روسیې له بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره په ټيليفون خبرې وکړي.

د متقي دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې لاوروف ته ډاډ ورکړل شو چې د روسیې سفارت او ديپلوماتانو امنيت ټينګ ساتلو لپاره یې هڅې زیاتې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه پلټنې هم پيل شوې دي.

د روسیې د ولسمشر ويلاديمير پوتين ویاند، دیمیتري پېسکوف هم د سپتمبر په پينځمه په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته چاودنه ترهګر عمل بللی او ویلي یې دي چې په اړه یې څېړنې کېږي.

د پېښې یو شاهد او زخمي شوي فیض محمد رويټرز خبري اژانس ته ويلي‌چې دی په وېزه پسې د روسیې سفارت ته ورغلی او په کتار کې ولاړ وو چې چاودنه وشوه.

ده ویلي، "کونسلر راغی او موږ خپل اسناد ور وښودل. موږ یې د سفارت دروازې ته رهنمايي کړو. په همدې شېبه کې چاودنه وشوه او زه په ځمکه ولګېدم. وروسته پوه نه شوم چې څه وشول."

نوموړی اوس په کابل کې په يو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې، يوناما دا برید غندلی دی. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنيو چارو ځانګړي استازي ټام ویسټ هم پر ټويټر ليکلي چې "امريکا دا ترهګریز برید غندي."

د ده په وینا، "زه د بريد له قربانيانو سره د زړه له کومې غمرازي کوم."

روسیه د نړۍ له هغو په ګوتو شمېر هېوادونو ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې هم په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پرېښود.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري او منتخب حکومت په زور چپه کړ او خپله واکمني یې پيل کړه. هېڅ هېواد د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

XS
SM
MD
LG