د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د طالبانو له حکومت سره یې د خپلو ډېپلوماټانو د امنیت په اړه خبرې جاري دي


د پاکستان پر سفارت له درې ورځې وروسته برید شوی وو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر کابل ته تللې وه.
د پاکستان پر سفارت له درې ورځې وروسته برید شوی وو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر کابل ته تللې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې یې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خپلو ډېپلوماټانو د امنیت په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال کړې ده.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې وضعیت له نېږدې څاري او د خپلو ډېپلوماټانو او سفارتي ماموریتونو د خوندیتوب او امنیت باوري کولو هڅه کوي.

نوموړې وویل چې په کابل کې د پاکستان ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني لا هم په پاکستان کې دی او د "مشورو بهیر تر بشپړېدو پورې به هم هلته وي."

نوموړې دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې نظاماني د ډېسېمبر پر دویمه په کابل کې د سفارت د ودانۍ په انګړ کې له بریده روغ ووت خو ساتونکی یې ژوبل شو.

د طالبانو حکومت وايي، وسلوالو پر نوموړي له یوې بلې ودانۍ څخه ډزې کړې وې. د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري تر پېښه وروسته په هم هغه ورځ له طالبانو غوښتي ول چې په افغانستان کې د پاکستان د ډیپلوماټانو امنیت خوندي کړي.

نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره پر ټلیفون په خبرو کې ویلي وو چې طالبان دې " د هغو ترهګرو مخه دې ونیسي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو خرابی غواړي."

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به خپلو ډیپلوماټیکو ته دوام ورکوي.

بل پلو د طالبانو حکومت تر پېښې وروسته پاکستان ته ډاډ ورکړ وو چې د ډېپلوماټانو او سفارتي ماموریتونو د امنیت لپاره یې جدي اقدامات کوي او پر نظاماني په برید کې ککړ کسان به ژر د قانون منګولو ته وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وروسته د ډېسېمبر پر څلورمه په بیان کې ویلي وو چې "په خپلواکه توګه او له افغان چارواکو سره په مشوره" د داعش ډلې د مسوولیت اخیستو رپورټونو جاج اخلي او د "کره والي" پته یې لګوي.

XS
SM
MD
LG