د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا فضل الله د وخت ځورېدلي یې په وژنه څه وايي؟


ملا فضل الله په افغانستان کې پر ډرون برید کې ووژل شو.
ملا فضل الله په افغانستان کې پر ډرون برید کې ووژل شو.

پراګ ـ د امريکا بې پايلټه الوتکو د جون پر ديارلسمه د افغانستان په کونړ ولايت کې د تحريک طالبان پاکستان مشر مولانا فضل الله وواژه.

افغان ولسمشر د جون پر ۱۵مه د پاکستان نګران وزيراعظم جسټس ناصرالملک او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه ته په ټیليفون کولو سره ملا فضل الله د وژل کېدو تصديق وکړ.

د ملا فضل الله په مشرۍ وسله والو طالبانو په خپل وخت کې، په سوات او د پاکستان په نورو برخو کې په لسګونو چاودنې، ځانمرګي بريدونه، تښتونې او هدفي وژنې کړې وې.

د ملا فضل الله څرګندېدل

د تحريک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله نوم په ۲۰۰۳ کال کې هغه وخت واورېدول شو چې کله يې پر غيرقانوني ايف ايم سټېشن باندې د قران پاک ترجمه پیل کړه او په لنډ وخت کې يې ځان د يو محبوب ديني عالم په توګه مشهور کړ.

خو د سوات خلک وايي، ملا فضل الله پر خپلو راډيويي ويناګانو کې ورو ورو د تشدد عنصر شامل کړ او په حکم يې وسله والو ملګرو په ۲۰۰۷ کال کې په سوات کې چاودنې او بريدونه پیل کړل.

خو په دې دوران کې د سوات ځینو وتليو شخصيتونه يې پر ضد غږ راپورته کړ او د مختلفو غونډيو او جرګو له لارې يې خلک خبردار کړل چې د ملا فضل الله تشدد به بلاخره سوات د اور په لمبو بدل کړي. په دغو کسانو کې يو هم د سولې نوبيل انعام ګټونکې ملالې يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزی وو.

د مشال همکار عبدالحۍ کاکړ د ملالې یوسفزۍ او ضیاالدین یو سفزي سره
د مشال همکار عبدالحۍ کاکړ د ملالې یوسفزۍ او ضیاالدین یو سفزي سره
د فضل الله پر مرګ د ضیاالدین غبرګون

ملا فضل الله دده نوم د هغو کسانو په فهرست کې شامل کړ چې طالبانو ته د وژلو لپاره سپارل شوی وو. بيا يوه ورځ ضياالدين يوسفزي پر خپلې لور ملالې باندې د بريد خبر واوريد. وروسته ددې حملې ذمه واري د ملا فضل الله په مشرۍ تحريک طالبان پاکستان ومنله. خو کله چې ضیااولدين يوسفزي د ملا فضل الله د مرګ خبر واورېد نو سمدستي غبروګون يې څه وو؟

هغه يې په ځواب کې وايي،

((د ملا فضل الله د مرګ خبر په اورېدو سره مې د خونړي دور هغه فلم په ذهن کې راوګرځېد. هغه به د راډيو له لارې د پوليو او د جېنکو د سکولو پرضد پروپاګند کولو. بيا د هغه په مشري کې تر ۴۰۰ زيات سکولونه ړنګ شول. بيا د محمد شير خان پر کور بريد چې هغوی ټوله شپه له وسله والو طالبانو سره مقابله وکړه خو و وژل شول. زما ياد دي چې د مظفر علي خان د کور ۱۲ غړي يې ور وژل، د وقارالملک د کورنۍ اته نهه تنکي تنکي ځوانان يې د مور پلار د سترګو په مخکې ووژل، د حاجي بابا په ځانمرګې بريد کې تر ۵۲ زيات کسان ووژل شول. موږ د سوات څوارلس لکه کسان د ملا فضل الله د ترهګرۍ له لاسه بې کوره شولو.))

نوموړي زياته کړه چې سوات د سېلګرۍ مرکز او د مځکې پر سر د جنت يوه ټوټه وه خو ملا فضل الله دا جنت په دوزخ بدل کړ.

سوات د مځکې پر سر د جنت يوه ټوټه وه خو ملا فضل الله دا جنت په دوزخ بدل کړ.
ضیاالدین یوسفزی

ضياالدين يوسفزی وايي، په پښتنو کې که يو کس هر څومره بد، ظالم، جابر او ګناهګار وي خو چې مړ شي نو خلک وايی چې اوس د بخښنې شو راځئ دعا ورته وکړو خو دده په خبره د ملا فضل الله پر مرګ نه چا په هغه پسې اوښکه تویه کړه، نه يې په جمات کې دعا ورته وکړه او نه يې په دا خبره د نورو لپاره عبرت ده.

د فضل الله پر مړینه د زاهد خان غبرګون

زاهد خان هغه لومړی کس دی چې په ۲۰۰۴م کال کې يې د هغه وخت د سوات د پولیسو مشر قدرت الله مروت څخه د ملا فضل الله د ایف ايم راډيو سټېشن بندلو غوښتنه کړې وه او هغه ته يې ويلي ول چې د فضل الله له خبرو د نفرت او تشدد بوی ورځي.

د سوات یو قامي مشر زاهد خان
د سوات یو قامي مشر زاهد خان

هغه بيا د سوات قامي جرګې له پليټ فارمه د ملا فضل الله پرضد مبارزه پیل کړه چې نتيجه یې دا شوه چې پر زاهد خان دوه ځله قاتلانه حمله وشوه.

کوم کار چې د پاکستان امنیتي ادارو له کول پکار وو، هغه د امریکا ډرون الوتکې وکړ.
د سوات قامي مشر زاهد خان

خو د ملا فضل الله د مرګ د خبر اورېدو وروسته زاهد خان وايي چې بس هغه يو کردار وو چې خپل انجام ته ورسېد خو له ده سره پوښتنه دا ده چې کوم کار چې د پاکستان امنيتي ادارو ته کول پکار وو هغه د امريکا ډرون الوتکو وکړ.

د نوموړي په خبره، د طالبانو ټول مشران د امريکا په ډرون الوتکو کې وژل شوي دي خو د پاکستان امنيتي ادارو نه هم کوم طالب قوماندان وواژه او نه يې هم يې د کوم طالب مړی د ثبوت په توګه ښکاره کړ.

زاهد خان زياته کړه چې اوس هم غوښتنه کوي چې بايد د طالبانو نيول شوي مشران مسلم خان، احسان الله احسان او نورو ته بايد د خپلو کړونو سزا ورکړل شي.

اړونده مطالب

ولسمشر غني: د ملا فضل الله وژل کېده د کابل او اسلام اباد باور پرځای کولو پر لور مهم ګام دی
طالبانو د ملا فضل الله د زوی وژل تایيد کړل

تر ملا فضل الله وړاندې هم د تحريک طالبان پاکستان پخواني ټول مشران وژل شوي ول. کله چې هم طالب مشران وژل شوي نو ځينو کارپوهانو ويلي چې له دې سره به په پاکستان کې ترهګري او سختدريځي ختمه شي خو ضياالدين يوسفزی له دې سره اتفاق نه کوي. هغه وايي چې ملا فضل الله د ترهګرۍ يو علامت وو او دده له مرګ سره به د ترهګرۍ حوصله شکني وشي خو ختمه به نه شي. دده په وينا، تر څو هغه رياستي پاليسي او بيانيه بدله نشي چې په نتيجه کې یې د ملا فضل الله په شان کردارونه پېدا کېږي، روزل کېږي، قوي کېږي او بيا هغه خپل خلک وژني، بدله نکړل شي تر هغو (فضلاييت)) نشي ختېمدلای.

ضياالدين يوسفزی زياتوي، تر هغو پورې يې د ترهګرۍ د ختمېدو تسلي نشي کېدای تر څو د افغانستان او خېبرپښتونخوا دغه خطه د جنګي محاذ پر ځای په معاشي راهدارۍ د بدلولو پاليسي خپله نشي.

XS
SM
MD
LG