د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي کابل کې د ظواهري د اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري


د طالبانو د حکومت یو سرتېری په کابل کې له هغې ودانۍ سره نېږدې پهره کوي چې پکې د امریکا په وینا په ډرون برید کې ظواهري ووژل شو - د اګست دویمې انځور.
د طالبانو د حکومت یو سرتېری په کابل کې له هغې ودانۍ سره نېږدې پهره کوي چې پکې د امریکا په وینا په ډرون برید کې ظواهري ووژل شو - د اګست دویمې انځور.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې افغانستان ته د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د "ورتګ" او هلته د "اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري."

امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې د هغې وسله والې ډلې مشر وژلی دی.

پر هم هغه ورځ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي ډرون حملې غندنه وکړه خو په بیان کې یې د القاعدې یا ظواهري یادونه نه وه کړې. طالبان تر دوو ورځو پورې په دې اړه غلي پاتې شوي ول. تر دې مخکې د طالبانو حکومت د جولای پر ۳۱مه په شېرپور کې پر یوه کور د توغندي برید تایید کړی وو خو ویلي یې ول چې وداني خالي وه او پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د سپينې ماڼۍ يوه وياند جان کربي د اګست پر دويمه ناوخته په واشنګټن کې خبري غونډې ته ویلي ول چې له یوې مودې راهیسې یې په افغانستان کې د ظواهري په اړه معلومات غونډول.

ده وویل، په افغانستان کې یې "هېڅ ځواکونه نه لرل خو د څو میاشتو په اوږدو کې" یې د استخباراتي معلوماتو تر ټولو وروسته وروسته وتوانېدل چې "په خورا موثریت" برید ترسره کړي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه وویل، د القاعدې مشر ظواهري یې په درون برید کې وواژه.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه وویل، د القاعدې مشر ظواهري یې په درون برید کې وواژه.

د طالبانو د حکومت په تازه بیان کې راغلي چې "مشرتابه" یې "کشفي او استخباراتي" ادارو ته "لارښوونه کړې چې د پېښې د مختلفو اړخونو په هکله هراړخیزه او جدي څېړنه" وکړي.

په بیان کې دا دریځ تکرار شوی چې د افغانستان له خاورې څخه "د امریکا په شمول هېچا ته خطر" نه دی پېښ شوی او دا چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې له امریکا سره کړې هوکړه "عملي کول غواړي" او د هغې موافقې "سرغړونې باید پای ته ورسېږي."

د قطر په دوحه کې د امریکا او طالب مشرانو ترمینځ په موافقه کې راغلي ول چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد خلاف نه استعمالېږي، طالبان به له نړیوالو ترهګرو او وسله والو ډلو سره خپلې هر ډول اړیکې شلوي او د وسله والو ملاتړ به نه کوي.

طالبانو په خپل بیان کې ویلي چې "امریکا" د افغانستان "پر حریم تېری" کړی او د هغه هېواد "قلمرو یې نقض" کړی دی چې دا د نړیوالو اصولو "سرغړونه او ظلم" دی چې په "کلکو ټکو" یې غندي.

د طالبانو حکومت په بیان کې زیاته کړې چې د دې "ډول پېښو د تکرار په صورت" کې به د "هر ډول عواقبو مسوولیت د امریکا په غاړه" وي.

واشنګټن د طالبانو د حکومت د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د الظواهري تر وژنې وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزیر ويلي ول چې هغه "ژمنه يې پوره "کړه چې له افغانستانه د "ترهګرو ګواښونه پرضد به اقدام" کوي.

اینتني بلېنکن د اګست پر دویمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د الظواهري تر وژنې وروسته نړۍ لا خوندي شوې ده.

بلېنکن په بیان کې زیاته کړې وه، "امریکا به د هغو کسانو پرضد اقدام ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد، خلک او یا زموږ متحدین ګواښوي."

طالبانو تازه بیان پر داسې مهال خپور کړی چې رویټرز خبري اژانس د درو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو جګپوړو مشرانو د اګست پر درېیمه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید ته د ځواب ویلو لپاره غونډه کړې ده.

د افغانستان د چارو پوه طارق فرهادي مشال راډیو ته ويلي، امکان لري ځینې طالبان به نه ول خبر چې ایمن الظواهري د حقاني په مېلمستون کې مېشت دی.

د نوموړي په وينا الظواهري د طالبانو حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدین حقاني د پلار جلال الدین حقاني همعمره وو او دواړه په ۱۹۸۰مه لسيزه کې پر افغانستان د هغه وخت د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته د روسانو خلاف يو ځای جنګېدلي دي. "سراج الدين حقاني ښايي ځان مجبوره حس کړی وي چې ظواهري ته يو ځای پیدا کړي او همهلته محفوظه وي. امکان لري چې نورو طالبانو ته یې نه وي ویلي او دا امکان لري چې د طالبانو ترمينځ ستونزه پیدا کړي ځکه د طالبانو ترمينځ ځینې نزاکتونه او مسایل شته چې ټول یې د ظواهري په اړه یو ډول فکر نه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ظواهري په مشرۍ القاعدې ډله له طالبانو سره نېږدې تعلقات پالي. په رپورټ کې راغلي ول چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې وه او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوې وې.

ظواهري د ۲۰۱۱ز کال په مې میاشت کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د القاعدې ډلې مشر شو.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهيسې پر افغانستان واکمن دي خو تر اوسه یې هېڅ هېواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG