د ګوند يوشمېر کسان په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او نورو ښارونو کې راغونډ شوي ول او د نوي حکومت پرضد يې شعارونه ورکول.
د اپرېل پر ۱۴مه د عدالت قاضي محسن اختر کیاني انتخاباتي کمېشن ته امر کړی وو چې د تحریک انصاف ګوند د بهرني تمویل قضیه دې په یوه میاشت کې فیصله کړي.
موجوده قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليو موده د ۲۰۲۳م کال د اګست په ۱۳مه پوره کېږي او له دې وروسته به له ايين سره سم په درېو مياشتو کې دننه انتخابات کېږي.
د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي چې پاکستان د وسله والو له خوا د افغانستان خاوره د دې هېواد پرضد د کارولو عمل سخت غندي او تمه کوي چې د طالبانو حکومت به په راتلونکې کې د دغسې فعاليتونو اجازه ور نه کړي.
د پاکستان د قامي سلامتيا کمیټي وايې، د استخباراتي ادارو له تحقيقاتو ثابته شوې چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره هېڅ بهرنی سازش نه دی شوی.
د لرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف احتجاجونه پیل کړي او غوښتنه یې په ملک کې زر تر زره عام انتخابات کول دي.
د مفتي تقي عثماني په لیک کې راغلي چې "دا مهال په افغانستان کې یوه لویه ستونزه د نجونو د تعلیم ده، زموږ رایه داده چې په شرعي چوکاټ کې دننه د نجونو د تعلیم لپاره مناسب انتظام کول اړین دي."
نوموړي بېګا (د اپریل پر ۲۱مه) په لاهور کې جلسې ته په وینا کې د لاریون نېټه و نه ښوده خو پر خلکو یې غږ وکړ چې په دې تحریک کې دې ورسره ملګري شي:
د چارو یوشمېر پوهان د پاکستان په نوې مرکزي کابينه کې ښځو سياستوالانو ته د وزارتونو ورکول ښه اقدام بولي خو وړانديز کوي چې د هېواد په سیاست کې د ښځو ونډه بايد نوره هم سېوا شي.
ای اېم اېف تېره اوونۍ پاکستان ته د پور د بل قسط ورکولو په اړه خبرې په داسې حال کې ودرولې چې په قامي اسمبلۍ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک بریالی شو او حکومت یې ړنګ شو.
نور وښیئ