د تحريک انصاف حکومت په داسې مهال ختم شوی چې په پاکستان کې ګراني ډيره، بهرنۍ پانګونه کمه بجلي پارچاوه او د تيلو نرخونه لوړ دي.
د پیپلز ګوند یوه سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډي د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د قامي اسمبلۍ غونډه د ګل (دوشنبې) پر ورځ ماسپښین ورغوښتل شوې چې پکې به غړي د وزیراعظم د نوماندانو لپاره خپلې رایې کاروي.
د اپوزېشن ګوندونو چې له کله د هغه پرضد د عدم اعتماد راوړلو هلې ځلې چټکې کړې نو نوموړي دا تور پورې کړ چې ګواکې امریکا د ده د لرې کولو لپاره له اپوزېشن ګوندونو سره لاس یو کړی دی.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د رایې په کامیابۍ له دندې لرې شو.
حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی او دا ډله د پاکستان د حکومت لخوا تر بندیز لاندې ده. حافظ سعيد ته په يوه مقدمه کې ۱۵ او په بلې کې د ۱۶ کالو د بند سزا اورول شوې او پکې د ۳۴۰,۰۰۰ روپو جرمانه هم شامله ده
د پاکستان په تاریخ کې تر دې وړاندې هم دا ډول سیاسي ناندرۍ مخې ته راغلې دي چې د منتخبو یا دستورسازو اسمبلیو له ماتېدلو وروسته، پرېکړې په عدالتونو کې ننګول شوې دي. دلته د پاکستان په سیاسي تاریخ کې ځینو داسې پېښو ته کتنه کوو.
په کراچۍ کې د مالي چارو د شننې ادارې میټېس ګلوبل پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې په هېواد کې روان سیاسي بحران له وجې د اپرېل پر شپږمه د روپۍ ارزښت لا پرېوت او یو ډالر په ۱۸۶ روپۍ اخیستل کېده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تر ټولو لوی عدالت د سې شنبې پر ورځ ویلي ول چې هڅه کوي چې د اپرېل پر شپږمه خپله فیصله واوروي.
نور وښیئ