د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د تحریک انصاف بهرنيو چندو د مقدمې فیصلې په اړه خپل حکم وځنډاوه


اسلام اباد های کورټ د اپرېل پر ۲۵مه انتخاباتي کمېشن ته امر وکړ چې خپل دریځ دې روښانه کړي.
اسلام اباد های کورټ د اپرېل پر ۲۵مه انتخاباتي کمېشن ته امر وکړ چې خپل دریځ دې روښانه کړي.

اسلام اباد های کورټ خپل هغه مخکینی امر ځنډولی چې پکې یې د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته سپارښتنه کړې وه چې په ۳۰ ورځو کې دې د تحریک انصاف ګوند لخوا له بهره د چندو ترلاسه کولو مقدمه فیصله کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن ویلي چې د اپرېل پر ۲۵مه د های کورټ د مشر قاضي اطهر من الله په مشرۍ دوه کسیزې جرګګۍ د همدې عدالت د یو کسیزه جرګګۍ حکم ځنډولی دی.

د اپرېل پر ۱۴مه د عدالت قاضي محسن اختر کیاني انتخاباتي کمېشن ته امر کړی وو چې د تحریک انصاف ګوند د بهرني تمویل قضیه دې په یوه میاشت کې فیصله کړي. نوموړي پر هغه ورځ د تحریک انصاف ګوند هغه درخواست رد کړی وو چې پکې یې غوښتنه کړې وه چې د بهرنیو چندو خبره دې پټه وساتي او دا چې هغه قضیه پر "ناسم پوهاوي" ولاړه ده نو ځکه پرمخ نه شي تللای.

د کمېشن یوې جرګګۍ د کیاني تر امر وروسته د قضیې په اړه اورېدنو ته دوام ورکړی وو او تحریک انصاف ګوند یې پر ضد په اسلام اباد های کورټ کې بل درخواست دایر کړی وو.

د پاکستان رسنۍ وايي، د تحریک انصاف ګوند په درخواست کې راغلي ول چې د قاضي کیاني د اپرېل ۱۴مې نېټې امر د انتخاباتي کمېشن "په چارو کې د مداخلې" معنا لري او دا چې د ګوند مشران د امر پر جملو "تحفظات" لري. د جیو نیوز ټېلېوېژن د راپور ترمخه، د اپرېل پر ۲۵مه تر اورېدنې وروسته مشر قاضي اطهر من الله انتخاباتي کمېشن ته امر وکړ چې د مې تر ۱۷مې پورې دې خپل دریځ روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۳مه د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د انتخاباتي کمېشن له مشر سکندر سلطان راجا څخه د مستعفي کېدو غوښتنه وکړه. نوموړي په یوه خبري غونډه کې ویلي ول چې انتخاباتي کمېشن یې د ګوند پرضد "فریق" شوی دی او د "نورو ګوندونو پلوي" کوي.

ډان ورځپاڼې پر هم هغه ورځ د کمېشن د مشر له خولې ویلي ول چې هغه د "استعفا ورکولو نیت نه لري."

د تحریک انصاف ګوند یوه وکیل انور منصور خان د اپرېل پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، فکر کوي چې د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا بې طرفه نه دی پاتې نو ځکه باید له دندې ګوښه شي. هغه همداراز وویل، په اوسني حالت کې چې انتخاباتي کمېشن پوره نه دی، نوموړی پر دې موضوع د فیصلې واک نه لري. "ما اعتراض کړی دی چې کمېشن پوره نه دی نو ځکه پرېکړه نه شي کولای. ایین وايي چې د کمېشن به پینځه غړي وي او پکې به د څلورواړه صوبو استازي وي. اوسمهال په کمېشن کې د دوو صوبو استازي نه شته. بل دا چې کمېشن د نورو ګوندونو [پرضد] قضیې نه څېړي او د تحریک انصاف هغه څېړي نو ظاهره ده چې بې طرفه نه دی."

د پاکستان له ایین سره سم، انتخاباتي کمېشن یو مشر او د څلورو صوبو له استازو جوړېږي خو په ۲۰۱۹ز کال کې د سیند او بلوچستان غړي یې له دندو تقاعد یا ریټار شول او څوکۍ یې خالي پرتې دي.

د بهرنیو چندو اخیستو قضیه

شاوخوا اته کاله مخکې د تحریک انصاف ګوند یو بنسټګر او پخواني سیاستوال اکبر اېس بابر مقدمه دایره کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې هغه ګوند له بهره چندې ترلاسه کړې دي. اکبر اېس بابر هغه مهال دا دعوه هم کړې وه چې تحریک انصاف ګوند په کلنۍ محاسبه کې هغه بهرني بانکي حسابونه د پاکستان له انتخاباتي کمېشنه پټ کړي ول چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره یې کارول.

خو بل پلو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو په بیا بیا د بهرني تمویل تورونه رد کړي دي. هغه ګوند د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۴مه انتخاباتي کمېشن ته ویلي ول چې په امریکا کې د رجسټر دوو شرکتونو له لارې چې ګوند ته ناقانونه پیسې استول شوي، د هغې ذمه وار د ګوند مشران نه بلکې هغه اېجنټان دي چې دا کار یې کړی وو.

د پاکستان له انتخاباتي قانون سره سم، سیاسي ګوندونه د خپلو فعالیتونو لپاره له بهره پیسې نه شي ترلاسه کولای. د ۲۰۱۷ز کال له انتخاباتي قانون سره سم، هغه بهرمېشتي وګړي چې د پاکستان شناختي کارډ لري، البته کولای شي چې یو ګوند یا سیاستوال ته د سیاسي هلو ځلو لپاره پیسې ورکړي.

البته دا یوازې تحریک انصاف نه دی چې د بهرنیو چندو ترلاسه کولو له تور سره مخامخ شوی. په پاکستان کې د ولسواکۍ او جمهوري ادارو د پیاوړتیا او د پارلېماني چارو په اړه د څېړنيزې ادارې پېلډاټ مشر احمد بلال محبوب د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې په عرب نیوز ووبپاڼه کې یوه لیکنه کړې وه چې پکې یې ویلي ول چې پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز پارټي هم د بهرني تمویل له تورونو سره مخامخ دي چې انتخاباتي کمېشن یې پلټنې کوي.

د دې دواړو ګوندونو مشرتابه هم د بهرني تمویل تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG