د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ۳ چينايي او ۱ پاکستانی وګړي وژل شوي دي


د کراچۍ په حمله کې ويجاړ شوی ګاډی
د کراچۍ په حمله کې ويجاړ شوی ګاډی

د سیند صوبې په کراچۍ پوهنتون کې يوه چاودنه شوې چې پکې د ۳ چينايانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.‌

د کراچۍ پوهنتون لخوا رسنيو ته په ليږل شوي بيان کې ويل شوي چې په وژل شوو کې د دې پوهنتون د چينايي ژبې د زده کړې او کلتور د ودې د مرکز مشر، هووانګ ګويپينګ هم شامل دی. د ۲ نورو وژل شويو چينايي وګړو نومونه ډينګ موپينګ او چين سای ښودل شوي دي.

وژل شوی پاکستان وګړی خالد نوميږي چې د دغو چينايي استادانو ډرایور وو. د پولیسو په وينا يو چينايي وګړی وانګ يوپينګ او بل د دوی پاکستانی ساتونکی حامد زخميان شوي دي.

د کراچۍ پوهنتون وياند، ذیشان عظمت د اپريل په ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې چاودنه د دغه چاودنه د کنفیوشس انسټیټیوټ پر ګاډي شوې ده. د چين دا مرکز د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د چينايي ژبې د زده کړو او خپل کلتور د پرمخ بیولو لپاره کار کوي.

له پاکستانه ازادۍ اخیستو لپاره وسله واله مبارزه کوونکې، ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي د دې حملې زمه واري منلې ده. پولیسو په يو بيان کې ويلي‌چې د چاودنې نوعيت نه دی معلوم او دوی پلټنې کوي خو دې بلوڅ بيلتون پالې ډلې رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا ځانمرګی برید وو چې د يوې ښځې لخوا ترسره شوی دی.

د خبرپاڼې سره د دې ښځې تصویر هم مل دی. بلوچ ليبرېشن ارمي د دې مېرمنې نوم شاري بلوچ چې په برمش هم پېژندل کېده، یاد کړی دی. پولیسو رسنيو ته د امنيتي کيمرو هغه ويډيو لېږلې چې پکې يوه مخ پټې ښځه ليدل کېږي. د چينايي وګړو وړونکی ګاډی چې څنګه راورسي نو چاودنه وشي. داسې معلوميږي چې دې ښځې پر ځان پورې تړلي چاوديدونکي مواد چولي دي.

د دې راپور تر ليکلو پورې چينايي چارواکو څه غبرګون نه وو ښودلی.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې پر چينايي‌وګړو مرګوني بریدونه کيږي. پاکستان پر چينايانو د حملو مخنيوي لپاره ځانګړی ځواک هم جوړ کړی دی. چين او پاکستان په بلوچستان کې د اقتصادي راهداۍ پروژه پرمخ بيايي چې د ګوادر له بندره پيل او د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته یې د سړکونو د جوړولو او نورو پروژو کارونه روان دي.

بلوچ لیبرېشن ارمي دا د بلوڅانو په وسايلو قبضه بولي. دې ډلې د فرورۍ په میاشت کې په نوشکي او پنجګور کې د پاکستان سرحدي ځواکونوپر مرکزونو بریدونه وکړل. دوی ادعا وکړه چې د دريو ورځو پورې روانه دې جګړه کې یې دا مرکزونه نيولي او له ۱۰۰ ډير پاکستاني سرتيري وژلي وو. خو د پاکستان پوځ ويلي وو چې په دې حمله کې ۱۲ عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG