پخواني وزیراعظم عمران خان په بیا بیا دا تور رد کړی وو او دریځ یې لاره چې په پاکستان کې رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. د پاکستان اوسني حکومت ویلي دي چې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی او پخواني محدودیتونه ختموي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن په اسلام اباد کې د سعودي عرب د سفارت د اطلاعاتو څانګې له خولې ویلي دي چې پولیسو د نبوي جومات پېښې په تړاو یوشمېر مشکوک کسان نیولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، شریف د سعودي عرب له مشرانو سره پر اقتصادي، سوداګريزو، د پانګې اچونې او هلته د مېشتو پاکستانيانو پر چارو خبرې کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن وویل چې وزیراعظم شهباز شریف په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی وو او هلته یې د چینايي وګړو د مړینې د غمرازۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ چې حکومت یې د پېښې "پوره پلټنې" کوي.
های کورټ د اپرېل پر ۲۶مه په دې اړه تر اورېدنې وروسته خپله فیصله محفوظه کړې وه چې د اپرېل پر ۲۷مه یې واوروله.
د ګوند يوشمېر کسان په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او نورو ښارونو کې راغونډ شوي ول او د نوي حکومت پرضد يې شعارونه ورکول.
د اپرېل پر ۱۴مه د عدالت قاضي محسن اختر کیاني انتخاباتي کمېشن ته امر کړی وو چې د تحریک انصاف ګوند د بهرني تمویل قضیه دې په یوه میاشت کې فیصله کړي.
موجوده قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليو موده د ۲۰۲۳م کال د اګست په ۱۳مه پوره کېږي او له دې وروسته به له ايين سره سم په درېو مياشتو کې دننه انتخابات کېږي.
د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي چې پاکستان د وسله والو له خوا د افغانستان خاوره د دې هېواد پرضد د کارولو عمل سخت غندي او تمه کوي چې د طالبانو حکومت به په راتلونکې کې د دغسې فعاليتونو اجازه ور نه کړي.
د پاکستان د قامي سلامتيا کمیټي وايې، د استخباراتي ادارو له تحقيقاتو ثابته شوې چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره هېڅ بهرنی سازش نه دی شوی.
نور وښیئ