عمران خان تور پورې کړی وو چې سفير په خط کې ورته ليکلي ول چې یو امريکايي چارواکي ورته ویلي چې "واشنګټن روسیې ته د عمران خان سفر خپه کړی دی."
امریکا دا بیان تر هغې دوه ورځې وروسته ورکړی چې د اپرېل پر ۱۱مه قامي اسمبلۍ شهباز شریف د وزیراعظم په توګه منتخب کړ.
د پاکستان نویو واکمنانو د دې راپور په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا هوډ ښوولی وو چې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي اقدامات کوي.
د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف او د هغه هېواد حکومتي ادارو د تحریک انصاف ګوند د تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو شریف په قامي اسمبلۍ کې د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته ویلي ول چې په خپله واکمنۍ کې به له پخواني حکومته غچ نه اخلي.
د وزیراعظم دفتر ته له رسېدو سره سم هغه ته د پاکستان ځواکونو سلامي وکړه او د دفتر چارواکي وروپېژندل شول.
شریف همهغې اسمبلۍ پر دې منصب ټاکلی چې په ۲۰۱۸ز کال کې يې پکې ماتې خوړلې وه. نوموړي ته دا ماتې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ورکړې وه.
د پاکستان متحده اپوزیشن لخوا د وزیراعظمۍ چوکۍ ته شهباز شریف او پاکستان تحریک انصاف لخوا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي نوماند وو.
مظاهره چیانو د تحریک انصاف د مشر او ليرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان هغه خبره تکراروله چې دوی به "له بهره راوړل شوی حکومت" و نه مني.
د تحريک انصاف حکومت په داسې مهال ختم شوی چې په پاکستان کې ګراني ډيره، بهرنۍ پانګونه کمه بجلي پارچاوه او د تيلو نرخونه لوړ دي.
د پیپلز ګوند یوه سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډي د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د قامي اسمبلۍ غونډه د ګل (دوشنبې) پر ورځ ماسپښین ورغوښتل شوې چې پکې به غړي د وزیراعظم د نوماندانو لپاره خپلې رایې کاروي.
د اپوزېشن ګوندونو چې له کله د هغه پرضد د عدم اعتماد راوړلو هلې ځلې چټکې کړې نو نوموړي دا تور پورې کړ چې ګواکې امریکا د ده د لرې کولو لپاره له اپوزېشن ګوندونو سره لاس یو کړی دی.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د رایې په کامیابۍ له دندې لرې شو.
نور وښیئ