د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په نوې کابینه کې ۵ ښځې څوک دي او پر سياست به یې څه اغېز وي؟


د پاکستان د نوې کابينې پينځه ښځې وزيرانې
د پاکستان د نوې کابينې پينځه ښځې وزيرانې

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت په ۳۷ کسيزه کابينه کې پينځه وزارتونه ښځو ته رسېدلي دي.

د اپرېل پر ۱۹مه د مرکزي کابينې د نورو وزيرانو ترڅنګ د پيپلز ګوند حنا رباني کر، شېري رحمان، شازیه مرۍ او د مسلم لیګ (ن) ګوند مریم اورنګزېب او عایشې غوث پاشا هم په اسلام اباد کې د خپلو څوکيو لوړې وکړې. دا پينځه واړه مېرمنې د پاکستاني سياست پېژندلې څهرې دي.

حنا رباني کر

حنا رباني کر په اوسني حکومت کې د بهرنيو چارو د ریاستي وزیرې دنده ترلاسه کړې ده. هغې د پيپلز ګوند په تېر حکومت کې، چې پکې يوسف رضا ګيلاني وزيراعظم وو، د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه کار کړی دی.

حنا رباني کر د پیپلز ګوند په واکمنۍ کې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه دنده ترسره کړې وه - انځور له ارشیفه.
حنا رباني کر د پیپلز ګوند په واکمنۍ کې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه دنده ترسره کړې وه - انځور له ارشیفه.

د کر په اړه ويل کېږي چې د پاکستان په تاریخ کې يوازېنۍ ښځه ده چې په کم عمر کې یې د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه دنده سمبال کړې وه.

حنا رباني کر د پنجاب د یوې سياسي کورنۍ غړې ده. د هغې پلار غلام نور رباني کر او ورور یې رضا رباني کر د قامي اسمبلۍ غړی پاتې شوي دي. نوموړې په لاهور یونیورسټي اف مینېجمنټ ساینسز (لمز) کې اقتصاد لوستی او تر هغې وروسته یې په امریکا کې هم لوړې زده کړې کړې دي.

۴۴ کلنې حنا کر د خپل سياست اغاز په مسلم لیګ (ق) ګوند کې له شموليته وکړ خو په ۲۰۰۸ز کې له پيپلز ګوند سره ملګرې شوه او د خپلې حلقې عام انتخابات يې وګټل.

نوموړې د پيپلز پارټۍ په پخواني حکومت کې په لومړي سر کې د خزانې او اقتصادي چارو ریاستي وزیره وه، خو وروسته یې د بهرنيو چارو د وفاقي وزيرې په توګه د کار کولو موقع ترلاسه کړه.

پيپلز پارټۍ په ۲۰۱۸ز کې حنا رباني کر ته په قامي اسمبلۍ کې د ښځو ځانګړې څوکۍ ورکړه.

شېري رحمان

شېري رحمان د پيپلز پارټۍ يوه بله پېژندلې سياستواله ده. د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان په نوي اېتلافي حکومت کې نوموړې د چاپېريال ساتنې د وزیرې په توګه ګومارل شوې.

شېري رحمان
شېري رحمان

رحمان د خپل عملي ژوند پيل د يوې خبريالې په توګه کړی وو. هغه تر ۲۰ کلونو پورې له رسنیو سره کار کاوه او د پاکستان د انګرېزۍ ژبې یوې مجلې مدیره هم پاتې شوې وه.

شېري رحمان په ۲۰۰۲ز کې سياست پیل کړ چې هغه وخت په قامي اسمبلي کې د ښځو لپاره په ځانګړې څوکۍ د پيپلز پارتۍ غړې منتخبه شوې وه.

نوموړې په ۲۰۰۸ز کې هم د قامي اسمبلۍ غړې منتخبه شوه او هغه وخت یې د اطلاعاتو او خپرونو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړه.

شيري رحمان له ۲۰۱۱ز څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې په واشنګټن کې د پاکستان سفيره وه.

هغه په ۲۰۱۵ز کې د پيپلز پارټۍ په ټېکټ د سېنېټ غړې منتخبه شوه او په ۲۰۱۸ز کې یې د شپږو مياشتو لپاره په سېنېټ کې د مخالفو ګوندونو د مشرې په توګه هم دنده ترسره کړې.

شازیه مرۍ

د پيپلز پارټۍ شازیه مرۍ په اوسني حکومت کې د غربت د خاتمې او سماجي تحفظ وزارت ترلاسه کړی دی. نوموړې د سیند صوبې د يوې سياسي کورني ده. د هغې پلار عطا محمد مری د سیند اسمبلۍ مرسيتال سپيکر پاتې شوی او مور يې، پروین مرۍ، د قامي اسمبلۍ غړې وه.

شازيه مري
شازيه مري

شازیې مرۍ په لومړي وار په ۲۰۱۳ز کې د ښځو د ځانګړې څوکۍ له لارې د قامي اسمبلۍ غړې شوه.

تر هغې مخکې نوموړې اول په ۲۰۰۲ز کال کې او وروسته په ۲۰۰۸ز کې د سیند اسمبلۍ لپاره د ښځو په ځانګړې څوکۍ منتخب شوې وه.

شازيه مرۍ د ۲۰۱۳ز د قامي اسمبلۍ په عمومي ټاکنو کې کامیابه نه شوه، خو په ځانګړې څوکۍ بيا هم د اسمبلۍ غړې منتخبه شوه.

وروسته د قامي اسمبلۍ د غړې فوزیې وهاب تر مړېنې وروسته شازیه مرۍ د همهغې حلقې ضمني انتخابات وګټل چې مخکې يې پکې بايللي ول.

شازيه مرۍ په ۲۰۱۸ز کې په عامو انتخاباتو کې د پيپلز پارټۍ په ټېکټ د قومي اسمبلۍ غړې منتخبه شوه.

په نوې وفاقي کابینه کې د مسلم ليګ (ن) دوه ښځې وزارتونه لري چې یوه یې مریم اورنګزېب او بله یې ډاکتره عایشه غوث پاشا ده.

مريم اورنګزېب

مریم اورنګزېب په موجوده حکومت کې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیره ټاکل شوې ده. هغه هم د پنجاب د يوې سیاسي کورنۍ ده. د مريم مور طاهره اورنګزېب د قامي اسمبلۍ غړې وه.

اورنګزېب په ۲۰۱۳ز کال کې د مسلم ليګ (ن) په ټېکټ د ښځو په ځانګړې څوکۍ منتخبه شوې وه. نوموړې په ۲۰۱۶ز کال کې د هغه وخت د وزيراعظم نواز شريف په کابينه کې هم د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزيره وه.

مريم اورنګزېب په ۲۰۱۸ز کې يو ځل بيا په قامي اسمبلي کې د مسلم ليګ (ن) په ټېکټ د ښځو په ځانګړې څوکۍ منتخبه شوه. هغه مهال د پارلېمان ډېرې څوکۍ تحريک انصاف ګټلې وي نو ځکه یې حکومت جوړ کړ.

مريم اورنګزېب په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه
مريم اورنګزېب په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه

د وزيراعظم په توګه د عمران خان منتخبېدل د مسلم ليګ (ن) لپاره "لويه سردردي" جوړه کړه او د دوی ډېر مشران د درغلۍ په تورونو زندانیان شول.

په هغه وخت کې مريم اورنګزېب د مسلم ليګ (ن) د وياندویۍ چارې په فعاله ډول پر مخ بيولې او په رسنيو کې یې د خپلو مشرانو په خلاف د لګېدلو تورونو دفاع کوله.

نوموړې د مسلم ليګ (ن) د مرستيالې مشرې مريم نواز نيږدې ملګرې ګڼل کېږي.

عایشه غوث پاشا

د مسلم ليګ (ن) يوه بله غړې، چې د وزيراعظم شهباز شريف د کابينې برخه جوړه شوې، اقتصاد پوهه عايشه غوث پاشا ده. هغه په لاهور کې زېږېدلې او له کراچۍ پوهنتونه یې اقتصاد لوستی دی.

عایشه غوث پاشا په يوه غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشیفه
عایشه غوث پاشا په يوه غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشیفه

د عايشه غوث پاشا مېړه حفيظ پاشا د هېواد يو نوميالی اقتصاد پوه او د خزانې وفاقي وزير پاتې شوی دی.

عايشې پاشا په ۲۰۱۳ز کې هغه وخت عملي سياست شروع کړ کله چې په پنجاب اسمبلۍ کې د مسلم ليګ (ن) په ټېکټ د ښځو پر ځانګړې څوکۍ منتخبه شوه.

نوموړې هغه وخت د خزانې د صوبايي وزيرې په توګه کار وکړ.

عايشه غوث په ۲۰۱۸ز کال کې د قامي اسمبلۍ غړې شوه. هغې په نوي اېتلافي حکومت کې د خزانې د ریاستي وزیرې په توګه دنده پرمخ وړي.

په سیاست کې د ښځو ونډه

د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې مريم نواز پر ټوېټر دې ښځو ته مبارکي ورکړې او بيا يې ويلي چې په "پاکستان کې په هره څانګه کې د ښځو پرمختګ غواړم."

د چارو یوشمېر پوهان د پاکستان په نوې مرکزي کابينه کې ښځو سياستوالانو ته د وزارتونو ورکول ښه اقدام بولي خو وړانديز کوي چې د هېواد په سیاست کې د ښځو ونډه بايد نوره هم سېوا شي.

ټولنپوهې ندا کرمانۍ د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په کابینه کې ښځو ته پینځه څوکۍ ورکول ښه پرېکړه ده خو د هغې په وينا، په ۳۷ کسیزه کابینه کې دا کافي نه دي. "په کابینه کې پینځو ښځو ته وزارتونه ورکول د پرمختګ نښې ضرور دي خو د تحریک انصاف د پخواني حکومت هم په وفاقي کابینه کې څلور ښځې وې. نو که شمېرو ته وګورو نو دا ډېر پرمختګ نه ښيي. دا ښځې پر نسبتاً لوړو څوکیو نومول شوي دي چې ورسره امېدونه ډېر تړلې دي. خو دا د دې ضمانت نه ورکوي چې په مجموعي ډول به په هېواد کې د ښځو پر ځواکمنۍ اثر پرېباسي. البته د بهرنیو چارو وزیرې په توګه د یوې ښځې نومونه د پاکستان ولس او نړۍ ته یو ښه پیغام ضرور ورکوي."

خبریال او کارپوه مظهر عباس د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل دا کابینه به د لنډې مودې لپاره کار کوي نو ځکه ډېرې طمعې ترې ساتل نه دي په کار.

نوموړي زياته کړه مهمه دا ده چې د ۲۰۲۳ز په عامو انتخاباتو کې پر عمومي او مخصوصو سیټونو څومره ښځې مخې ته راځي. "که تاسې د ۲۰۱۸ز انتخاباتو ته وګورئ نو یوازې پر مخصوصو څوکیو نه بلکه په پنجاب، سيند او ان تر بلوچستان پورې ښځې په عمومي څوکیو منتخبې شوې. دا څیز پرمخ روان دی. زما په خیال کومې ښځې چې تر مستقیمو انتخاباتو وروسته راغلې دي هغوی زیاتې مستحقې دي چې لوړې څوکۍ ورته ورکړل شي. خو ښځو ته اوس هم باید زیاته نمایندګي ورکړل شي. مهم دا دي چې په پارلېمان کې د هغوی کردار څنګه مخې ته راځي. موږ ګورو چې په پارلېمان کې په بحث و مباحثه کې د سړیو پرتله ښځې زیاتې فعالې وي نو که سیاسي ګوندونه یې حوصله افزايي وکړي هغوی په سیاست کې زیات ښه کردار لوبولی شي."

XS
SM
MD
LG