د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شريف نوم له "ممنوع الخروج" لیست ایستل شوی او نوی پاسپورت ورکړل شو


نواز شريف
نواز شريف

د پاکستان حکومت پخواني وزیراعظم نواز شریف ته نوی پاسپورټ جاري کړی دی او د هغه نوم یې له ممنوع الخروج کسانو له لیسته ویستلی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ويلي‌چې دا پاسپورټ د لسو کلونو لپاره جاري شوی او اوس نواز شريف کولی شي چې په ازاد ډول سفر وکړي. هغې د پاکستان يو شخصي ټيليويژن سما ته ويلي‌چې دا د نواز شريف حق وو چې ورکړل شو.

ډان ورځپاڼې ليکلي چې دا پاسپورټ د اپریل پر ۲۳مه ورکړل شوی دی خو پاسپورټ ډيپلوماټيک نه بلکې عادي دی. ورځپاڼې د کورنيو چارو وزارت په حواله ليکلي چې د واکمن ګوند، مسلم ليګ (ن) قايد، نواز شريف نوم له «ممنوع الخروج» لیست څخه هم ليرې شوی دی.

د نواز شریف د ډیپلوماټیک پاسپورټ موده د ۲۰۲۱ کال د فرورۍ پر ۱۶مه ختمه شوې وه. د ۲۰۲۰ کال به پای کې د تحريک انصاف حکومت د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي وو چې دا پاسپورټ به نه نوی کيږي.

نواز شریف د پاکستان د اوسني وزیراعظم شهباز شریف مشر ورور دی. پر هغه د درغليو مقدمې دي‌او د قید سزا هم ورته اورول شوې. خو عدالت نوموړی د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د اتو اوونیو په ضمانت پرېښی وو او بیا میاشت وروسته هغه ته اجازه ورکړل شوې وه چې د خپلې درملنې لپاره کولی شي د څلورو اوونیو لپاره له ملکه بهر لاړ شي.

خو نوموړی لا هم په لندن کې دی او وايي چې ډاکټرانو یې درملنه جاري ساتلې ده. په لندن کې د هستوګنې په وخت، هغه په خپلو تقریرونو کې د پاکستان پر پوځ سخت تنقیدونه کول او هغوی یې په سیاست کې په ګوتو وهلو تورنول. د پاکستان پوځ په سیاست کې د مداخلت تور ردوي.

د مسلم ليګ (ن) سیاستوالو د نواز شريف لپاره د نوي پاسپورټ د ورکړې هرکلی کړی دی. د دې ګوند د پنجاب صوبې د اسمبلۍ غړې، حنا پرويز بټ پر ټويټر ليکلي چې ښايي نوموړی زر پاکستان ته ستون شي.

د مسلم ليګ (ن) مشر، شهبازشريف د اپريل په لسمه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې عمران خان تر وزيراعظمۍ ليرې کېدو وروسته وزيراعظم شو. د هغه په مشرۍ د بېلابېلو سیاسي ګوندونو ايتلافي حکومت لا واردمخه ويلي چې د تحريک انصاف ګوند ډيری پرېکړې به بدلوي. د دې وجې د دوی په وينا دا ده چې ځکه چې دا فېصلې پر سیاسي غچ اخیستنې ولاړې وي.

د شهباز شريف حکومت د انتخاباتي‌ اصلاحاتو وعده هم کړې او د رسنيو د څارنې يوه جنجالي‌اداره یې هم ختمه کړې ده. حکومت همداراز ويلي‌چې د ممنوع الخروج لیست قانون به بدلوي او يوه کمېټه به هغه اصول ګوري چې له مخې یې يو کس په دې لیست کې اچول کيږي. په دې لیست کې شامل کسان له پاکستانه بهر سفر نه شې کولی.

د تحريک انصاف سیاستوالو د حکومت لخوا نواز شريف ته د پاسپورټ نوي کولو او د هغه نوم له ممنوع الخروج لیست څخه د ایستلو پرېکړه غندلې ده. د دې ګوند، يوې مشرې، عندليب عباس پر ټويټر ليکلې چې عدالتي‌مقدمو ته نه حاضريدونکي، نواز شريف نوم بايد له ممنوع الخروج لیست څخه نه وای ویستل شوی.

پخواني وزیراعظم او د تحريک انصاف مشر، عمران خان د روان کال په فرورۍ کې منلې وه چې نواز شریف ته د علاج لپاره لندن ته د تلو اجازه ورکول یې غلطي وه.

عمران خان د مسلم ليګ (ن) پر ټولو مشرانو د درغليو تورونه پورې کوي او ويلي‌یې دي چې په ارامه به یې حکومت کولو ته پرينږدي. مسلم ليګ (ن) دا تورونه بې بنياده او د عمران خان سیاسي چال بولي. خو عمران خان د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان د اوسني ايتلافي حکومت پر ضد د مظاهرو اعلان کړی دی.

عمران خان خپلو پلويانو ته ويلي‌چې اسلام اباد ته دې د لانګ مارچ لپاره تيار اوسي. تحريک انصاف د دغه پلان شوي لاريون مخکې، په کراچۍ، اسلام اباد او لاهور کې جلسې کړې او وايي تر هغې به په قرار نه کښېني تر څو د انتخاباتو کميشن د عمومي ټاکنو اعلان نه وې کړی.

XS
SM
MD
LG