د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې د ورځنۍ خبري غونډې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا "په پاکستان کې پرمختګونه له نېږدې څاري. موږ د پاکستان د اییني بهیر او د قانون واکمنۍ درناوی او ملاتړ کوو خو تر هغو چې د تورونو خبره ده، هغه هېڅ واقعیت نه لري."