د وزیراعظم دفتر ته له رسېدو سره سم هغه ته د پاکستان ځواکونو سلامي وکړه او د دفتر چارواکي وروپېژندل شول.
شریف همهغې اسمبلۍ پر دې منصب ټاکلی چې په ۲۰۱۸ز کال کې يې پکې ماتې خوړلې وه. نوموړي ته دا ماتې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ورکړې وه.
د پاکستان متحده اپوزیشن لخوا د وزیراعظمۍ چوکۍ ته شهباز شریف او پاکستان تحریک انصاف لخوا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي نوماند وو.
مظاهره چیانو د تحریک انصاف د مشر او ليرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان هغه خبره تکراروله چې دوی به "له بهره راوړل شوی حکومت" و نه مني.
د تحريک انصاف حکومت په داسې مهال ختم شوی چې په پاکستان کې ګراني ډيره، بهرنۍ پانګونه کمه بجلي پارچاوه او د تيلو نرخونه لوړ دي.
د پیپلز ګوند یوه سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډي د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د قامي اسمبلۍ غونډه د ګل (دوشنبې) پر ورځ ماسپښین ورغوښتل شوې چې پکې به غړي د وزیراعظم د نوماندانو لپاره خپلې رایې کاروي.
د اپوزېشن ګوندونو چې له کله د هغه پرضد د عدم اعتماد راوړلو هلې ځلې چټکې کړې نو نوموړي دا تور پورې کړ چې ګواکې امریکا د ده د لرې کولو لپاره له اپوزېشن ګوندونو سره لاس یو کړی دی.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د رایې په کامیابۍ له دندې لرې شو.
حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی او دا ډله د پاکستان د حکومت لخوا تر بندیز لاندې ده. حافظ سعيد ته په يوه مقدمه کې ۱۵ او په بلې کې د ۱۶ کالو د بند سزا اورول شوې او پکې د ۳۴۰,۰۰۰ روپو جرمانه هم شامله ده
د پاکستان په تاریخ کې تر دې وړاندې هم دا ډول سیاسي ناندرۍ مخې ته راغلې دي چې د منتخبو یا دستورسازو اسمبلیو له ماتېدلو وروسته، پرېکړې په عدالتونو کې ننګول شوې دي. دلته د پاکستان په سیاسي تاریخ کې ځینو داسې پېښو ته کتنه کوو.
نور وښیئ