د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مالیې وزیر له ای اېم اېف سره پر پور د خبرو لپاره د واشنګټن په سفر دی


د پیسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان لپاره د پور یو پروګرام منظور کړی وو - انځور له ارشیفه.
د پیسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان لپاره د پور یو پروګرام منظور کړی وو - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د مالیې نوی وزیر مفتاح اسماعيل د پیسو له نړيوال صندوق ( انټرنیشنل مانیټري فنډ يا ای اېم اېف) سره د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته روان شوی دی.

نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه د روانېدو پر مهال پر ټوېټر وليکل چې د سفر هدف يې د ای اېم اېف له خوا پاکستان ته د پور ورکولو پروګرام بيا پیلول دي. ده د پروګرام د ځنډېدو تور پر تحريک انصاف او پخواني وزیراعظم عمران خان پورې کړ.

ای اېم اېف تېره اوونۍ پاکستان ته د پور د بل قسط ورکولو په اړه خبرې په داسې حال کې ودرولې چې د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه په قامي اسمبلۍ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک بریالی شو او حکومت یې ړنګ شو.

مفتاح اسماعيل د اپرېل پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د ده مقصد له ای اېم اېف څخه يو ارب ډالر ترلاسه کول دي چې په وينا یې، د راتلونکي مالي کال د بوديجې لپاره تیاری وکړای شي.

هغه وویل چې ای اېم اېف غواړي چې پخواني حکومت چې د تېلو او بجلۍ په ګډون پر نورو شيانو کوم رعايتونه ورکړي، هغه دې ختم شي.

اسماعیل پر داسې مهال په واشنګټن کې خبرې کوي چې د پاکستان اقتصاد په تېرو څه د پاسه درو کلونو کې خورا خراب شوی دی.

همدې حالاتو ته په کتو نوموړي وویل، حکومت راتلونکې مياشت پر تېلو سبسېډي يا رعايت نه شي زغملی او په دې اړه به پرېکړه وزیراعظم شهباز شریف کوي.

مفتاح اسماعيل د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، حکومت په اپرېل کې پر پېټرولو، ډیزلو او د خاورې پر تېلو د رعایت لپاره ۶۸ اربه روپۍ ځانګړې کړې وې او د تېلو او ګیس د نظم ادارې (اوګرا) په مې کې د ۹۶ اربه روپیو رعایت اټکل کړی دی چې د خراب اقتصادي وضعیت له وجې یې نه شي ورکولای.

اسلام اباد د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې له ای اېم اېف سره موافقه کړې وه چې ورسره سم، هغه اداره پاکستان ته د ۳۹ میاشتو په موده کې د شپږ اربه ډالرو پر پور ورکولو سلا شوه. خو د کورونا وایرس جهاني وبا او د ای اېم اېف له لوري د شرطونو په مکمل ډول د نه پوره کېدو له امله دغه عمل د ځنډ ښکار شو.

د خزانې پخواني وزير شوکت ترین د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر په پای کې د اضافي بجټ مسودې تر وړاندې کولو وروسته ویلي ول چې حکومت د ای اېم اېف شرطونه پوره کولو لپاره د ټیکسونو زیاتولو وړاندیز کړی دی او "بله لاره ورسره نه وه."

د ای اېم اېف په شرطونو کې د مالیو زیاتول، د ټیکسونو استثنا او پر یوشمېر شیانو د حکومتي رعایت ختمول شامل ول. پخواني حکومت په فبرورۍ کې ویلي ول چې د شرطونو له پوره کېدو سره سم ورته د پیسو نړیوال صندوق د یو ارب ډالرو ورکول منظور کړي دي.

د پورونو له پروګرام سره سم، پاکستان تر اوسه له ای اېم اېفه څلور قسطه ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG