د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزيراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحريک له جمع کېدو وروسته، د اپوزیشن ګوندونو او واکمنې پارټۍ تحريک انصاف لخوا په اسلام اباد کې د ولسي غونډو تیارۍ روانې دي.
واکمن تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ خپلو هغو غړو ته نوټسونه لېږلي دي چې د وزيراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ملګرتيا یې کړې ده.
نور وښیئ