د مارچ پر ۱۶مه نېټه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال د دې هېواد د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وویل چې په پاکستان کې د کورونا پېښې مخ په کمېدو دي او د دې ترڅنګ ۷۰ فيصده کسانو د وايرس ضد دواړه واکسينونه لګولي دي.
د ال پاکستان سي اېن جې اېسوسي اېشن د خيبرپښتونخوا څانګې مشر فضل مقيم مشال راډيو ته وویل چې د مارچ له ۱۶مې نيټې به سي اېن جي پمپونه ټوله اوونۍ د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانستي وي.
اپوزېشن ګوندونو د مارچ په اتمه د قامي اسمبلۍ له سپېکر سره د وزيراعظم په خلاف د عدم اعتماد تحريک لپاره درخواست جمع کړی دی خو لا تر اوسه سپېکر د رايو اچولو لپاره د غونډې رابللو وخت نه دی ټاکلی.
قریشي دا خبره په داسې حال کې کړې چې مخالفه ګوندونو د حکومت له اتحادي ګوندونو سره ملاقاتونو ته دوام ورکړی او ادعا کوي چې د بې باورۍ تحريک کې ورسره مرسته کوي.
د راپور تر مخه ۵۵۰ کسان د ریاستي ادارو په تحویل کې دي او د کمېشن له خوا وخت په وخت د وینا باوجود کمېشن ته په لاس نه دي ورکړل شوي.
نور وښیئ