د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو د موندلې لپاره احتجاجي پرلت روان دی


په پاکستان کې بلوڅانو په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د خپلو ورکو خپلوانو د موندلو لپاره څو ځلې احتجاجونه کړي دي - انځور له ارشیفه.
په پاکستان کې بلوڅانو په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د خپلو ورکو خپلوانو د موندلو لپاره څو ځلې احتجاجونه کړي دي - انځور له ارشیفه.

په اسلام اباد کې د ورکو بلوڅ زده کوونکو د موندلو لپاره احتجاجي پرلت پر څلورمه ورځ هم روان دی.

پرلتوال د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته ناست دي او غوښتنه کوي چې د قایداعظم پوهنتون د زده کوونکي حفیظ بلوڅ په ګډون دې نور ورک کسان ژر تر ژره وموندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر درېیمه پر ټولنیزو شبکو اوازې یا افواګانې خپرې شوې چې ګواکې د اسلام اباد پولیسو په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د استازي محسن داوړ او د بشري حقونو د فعالې او قانونپوهې ایمان مزارۍ پرضد د غدارۍ مقدمې دایرې کړې دي. دوی دواړو پر هم هغه ورځ د بلوڅ زده کوونکو په احتجاجي ناسته کې ګډون کړی وو.

خو داوړ او مزارۍ مشال راډیو ته ویلي دي چې خپله هم له ټولنیزو شبکو خبر شوي دي او هېڅ معلومات نه لري.

داوړ وویل "نه پوهېږي" چې هغه خبر څنګه خپور شوی دی او دا چې د اسلام اباد له انتظامي مشره یې پوښتلي خو هغه ورته ویلي چې "داسې څه نه شته او [ټولنیزو] رسنیو دا خبر خپله خپور کړی. نو زه نه پوهېږم چې دا څه کیسه ده؟"

اخوا مزارۍ وايي، اورېدلي یې دي چې د پولیسو په پرچه کې پر هغې د "بغاوت" تور پورې شوی دی او دا چې پولیسو هغه رپورټ "تړلی" دی یعنې له ولس سره یې نه دی شریک کړی.

خو د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر درېیمه په بیان کې ویلي چې د "هېچا خلاف یې مقدمه نه ده" درج کړې.

پولیسو همداراز زیاته کړې چې مظاهرچیانو ته یې ویلي چې خپل احتجاج دې د اسلام اباد تر پرېس کلبه محدود وساتي.

اخوا په اسلام اباد کې د بلوڅ زده کوونکو شورا (بلوچ سټوډنټس کونسل) ویاند سلام بلوڅ ویلي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه د اخ و ډب پر پېښې سربېره یې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج ته دوام ورکړی دی.

ده مشال راډيو ته وویل چې د قایداعظم پوهنتون د زده کوونکي حفیظ بلوڅ په ګډون دې نور ورک کسان پیدا او خوشې کړي.

د قايداعظم پوهنتون زده کوونکو د سې شنبې (نهې) پر ورځ د نوموړي د ورکېدو ضد مظاهره کوله چې پکې د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم شامل وو. داوړ مشال راډيو ته وویل چې پر هغه مهال پوليسو پر مظاهره کوونکو تشدد وکړ. ده دعوه وکړه چې له ځينو مظاهرچيانو موبايل فونونه هم اخيستل شوي او يو زده کوونکی نيول شوی چې وروسته يې بېرته خوشې کړی.

سلام بلوڅ زیاتوي چې تر اوسه هېڅ حکومتي چارواکی نه دی ورغلی.

حفیظ بلوڅ د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې د اېم فل زده کوونکی دی چې د کورنۍ په وينا يې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د بلوچستان په خضدار ښار کې مخ پټو وسله والو وتښتاوه.

د بلوڅ پلار حاجي محمد حسن د فبرورۍ پر ۱۰مه نېټه بي بي سي ته ویلي چې زوی یې خضدار کې ماښام مهال زده کوونکو ته درس ورکاوه چې مخ پټي وسله وال ورغلل او له ځان سره يې یووړ.

د خضدار پوليس وايي، د هغه کورنۍ د لادرکۍ درخواست ورکړی چې پر اساس يې دوی کارروايي پیل کړې ده.

په پاکستان کې په زوره د خلکو ورکولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده خو د هغه هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په حکومت (۱۹۹۹-۲۰۰۸ز) کې پکې زياتوالی راغی. په ورکو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، او مشکوک وسله وال شامل دي چې زیاتره يې پښتانه، بلوڅان او سينديان دي.

فعالې ډلې او د بشري حقونو سازمانونه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو د خلکو د ورکولو تور پورې کوي چې خو پوځ تل دا تور رد کړی. البته د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې د پاکستان پوځ ويلي ول، په راولپېنډۍ کې یې په مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) کې د ورکو کسانو په اړه د پلټنو او د هغوی د قضیو څېړلو لپاره ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضيو څېړلو کمېشن جوړ کړ چې په بیا بیا يې ويلي، هغه کسان چې وموندل شي او ستانه شي، هېڅکله د خپلو تښتونکو په اړه معلومات نه ورکوي او نه وايي چې ولې تښتول شوي ول او څه ورسره پېښ شول؟

XS
SM
MD
LG