واکمن تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ خپلو هغو غړو ته نوټسونه لېږلي دي چې د وزيراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ملګرتيا یې کړې ده.
د پاکستان چیف جسټس عمر عطا بندیال، د مارچ پر ۱۹مه، په اسلام اباد کې پر سیند هاوس د واکمن ګوند د غړو لخوا د برید، له خپلې غاړې (ازخود) نوټس اخيستی.
د مارچ پر ۱۶مه نېټه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال د دې هېواد د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وویل چې په پاکستان کې د کورونا پېښې مخ په کمېدو دي او د دې ترڅنګ ۷۰ فيصده کسانو د وايرس ضد دواړه واکسينونه لګولي دي.
د ال پاکستان سي اېن جې اېسوسي اېشن د خيبرپښتونخوا څانګې مشر فضل مقيم مشال راډيو ته وویل چې د مارچ له ۱۶مې نيټې به سي اېن جي پمپونه ټوله اوونۍ د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانستي وي.
نور وښیئ