د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده ناقانونه بللی


اسلام اباد های کورټ په فیصله کې ویلي چې مور و پلار حق نه لري چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې بچیو ته واده وکړي - انځور له ارشیفه

اسلام اباد های کورټ تر ۱۸ کلونو څخه د کم عمرۍ ودونه ناقانونه کړي دي او وفاقي حکومت ته یې امر کړی دی چې پر دې موضوع دې له پارلېمانه قانون منظور کړي.

د های کورټ قاضي بابر ستار د مارچ پر لومړۍ نېټه په خپله پرېکړه کې دا هم ویلي چې مور و پلار حق نه لري چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې خپلو بچیو ته ودونه وکړي.

په فیصله کې راغلي چې ۱۸ کاله اصلاً د بلوغت عمر دی چې پکې انسان په "ښه او بد" پوهېږي او دا چې د ماشومانو په "بدن یا جسم کې بدلونونه" د بلوغت ښکارندويي نه شي کولای.

مدني فعال او د کم عمرۍ د ودونو پر ضد مبارزه کوونکی قمر نسیم وايي، په پاکستان کې له پخوا راهیسې داسې قوانین شته چې پکې د واده لپاره د نجلۍ تر ټولو کم عمر ۱۶ کاله ټاکل شوی دی.

نوموړي د مارچ پر دویمه له مشال راډیو سره په خبرو کې پوښتنه وکړه چې حکومت به د اسلام اباد های کورټ څنګه عملي کړای شي؟ "موږ ټول مدني فعالان د دې پرېکړې هرکلی کوو. خو له وړاندې څخه په پاکستان کې یو خصوصي قانون موجود دی چې په ۱۶ کلنۍ کې نجلۍ ته د واده اجازت ورکوي. نو د دې قانون په موجودګۍ کې به د های کورټ د فیصلې څه حیثیت وي؟ او بیا د اسلامي قوانینو لپاره شرعي عدالت هم موجود دی نو که داسې یو واده وشي او [قضیه] وفاقي شرعي عدالت ته ولاړه شي نو بیا به هغوی په دې اړه څه وايي؟"

خو د پېښور های کورټ وکیلې زینت محب کاکاخېله چې اکثر د ښځو د چارو قضیې پرمخ وړي، وايي چې د اسلام اباد های کورټ فیصله د کم عمرۍ ودونو په لړ کې د قانون جوړولو پر عمل اغېز کولای شي. "د دې پرېکړې به اثر وي خو دومره نه ځکه چې که دا فیصله د سپریم کورټ وای نو بیا به یې په ټول ملک کې ډېر اثر وو. بله دا چې حکومت له [پخوا راهیسې] د واده [تر ټولو ټیټ عمر حد] ۱۶ کاله ټاکلی وو، خو هغه هم عملي نه شو."

په پاکستان کې خلک او صوبايي او وفاقي حکومتونه کولای شي چې په سپریم کورټ کې د اسلام اباد های کورټ د پرېکړې ضد درخواست دایر کړي.

اسلام اباد های کورټ د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي لپاره حکومت ته د قانون جوړونې سپارښتنه پر داسې مهال کړې چې په پاکستان کې یوشمېر دیني عالمانو په تېرو وختونو کې د واده لپاره د عمر د حد لوړولو مخالفت کړی دی.

هغه عالمان دریځ لري چې په اسلام کې د واده وخت له خاص عمر سره نه بلکې له بلوغت سره تړلی دی.

دیني عالم مفتي شوکت خټک وايي، حکومت باید پر دې موضوع له ټولو خواوو سره مشورې وکړي او بیا اقدام وکړي. "دا مسله اختلافي ده. یو طرف ته اسلامي ترغیبات دي چې هلک او نجلۍ ته ژر ودونه کوي او داسې احادیث هم شته چې تر ۱۸ کلونو په کم عمر کې هم واده کېدای شي. په دې ترڅ کې د حضرت عایشې (رض) د عمر مسله هم شته. خو بل خوا ته بله مسله په پاکستان کې د قانون ده چې په ۱۸ کلنۍ کې د ووټ حق ورکوي او د شناختي کارډ جوړولو لپاره هم د [عمر شرط] ۱۸ کاله دی چې په هغه وخت کې [انسانان پوهېږي] او په هغه وخت کې بیا د کم عمرۍ د ودونو په نسبت، د واده نورې مسلې هم کمې وي. نو باید له دواړو خواوو فکر وشي او ولس دې پر دې پوه کړای شي."

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستواله عایشه بانو وايي، د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي یوه قانوني مسوده له صوبايي کابینې سره ده چې ژر به یې منظور او د قانون په بڼه نافذه کړي.

نوموړې زیاته کړه چې د کمر عمرۍ له واده سره نجلۍ او هلک د ټولنیزو ستونزو ښکار کېدای شي او په عین وخت کې له رواني (نفسیاتي) او طبي پلوه هم پر هغوی او د بچیو پر صحت اغېز کوي.

د پاکستان په سیند صوبه کې وار له مخه د واده لپاره تر ټولو ټیټ حد ۱۸ کاله دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو اداره (یونېسېف) وايي، په پاکستان کې د کم عمرۍ د ودونو کچ شاوخوا ۲۰ فیصده دی او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې تر ۱۸ کلنۍ مخکې د ماشومانو د ودولو شرح تر ۴ فیصده پورې ده.

XS
SM
MD
LG