د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم اسلام اباد ته په لاريون کې پيپلز پارټي او عوامي نيشنل ګوند هم شاملوي


مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زرداري او مریم نواز
مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زرداري او مریم نواز

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وايي‌ د پاکستان پيپلز پارټي او عوامي‌ نيشنل ګوند به بیا د دې اتحاد تر سيوري لاندې لاريون کې شاملوي.

همداراز هغه اسلام اباد ته د لانګ مارچ يا لاريون کولو نېټه هم د مارچ له ۲۳مې څخه ۲۵مې ته بدل کړ.

مولانا فضل الرحمن د مارچ په ۱۵مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته چې د عوامي‌نيشنل ګوند جنرل سیکریټري ميا افتخار حسین او د پيپلز پارټي يو مشر، قمر نويد هم موجود وو، خبرې وکړي. هغه وويل چې له پي ډي اېم څخه وتلي ګوندونه پيپلز پارټي او عوامي نیشنل ګوند به هم ورسره په دې لاریون کې موجود وي:‌ ((دا زموږ د ټولو اپوزیشن ګوندونو شريک لاريون دی. زه به پخپله د پيپلز پارټۍ شريک مشر اصف علي زرداري ته ورځم او بلنه به ورکوم. د عوامي نیشنل ګوند ميا افتخار حسین دلته شته دی. هغه راته وويل چې د نوموړي موجوديت په دې مانا دی چې زموږ بلنه وررسېدلې ده.))

د تحريک انصاف حکومت د ليري کولو لپاره، په ۲۰۲۰ کال کې له نهو اپوزیشن ګوندونو پاکستان جمهوري تحریک جوړ شو خو په ۲۰۲۱ کال کې ترې پيپلز پارټي او عوامي نیشنل ګوند ووتل.

خو اوس اپوزیشن د وزيراعظم عمران خان په خلاف په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک راوړی چې ښايي د مارچ له ۲۷مې وروسته پرې رايې واچول شي. د مارچ په پنځلسمه باچا خان مرکز پیښور کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان رسنيو ته وويال چې ګوند یې د نورو اپوزیشن ګوندونو په شان په عدم اعتماد تحريک کې د حکومت په خلاف ولاړ دی. ((موږ به اسلام اباد ته په لانګ مارچ کې هم د نورو اپوزیشن ګوندونو سره يو ځای ګډون کوو. پي ډي اېم راته دعوت راکړی او موږ قبول کړی دی.))

پي ډي اېم تر دې مخکې ويلي وو چې اسلام اباد ته به د مارچ په ۲۳مه لاريون کوي خو په دې ورځ هر کال د پاکستان ورځ لمانځل کيږي او لویې غونډې وي. همداراز په دې ورځ د اسلامي هېوادونو د سازمان کنفرنس هم په اسلام اباد کې رابلل شوی. نو ځکه اپوزیشن اعلان وکړ چې لاريون به د مارچ په ۲۵مه کوي. د پاکستان کورنيو چارو وزیر شيخ رشيد د مارچ په ۱۵مه په يوه خبري غونډه کې دا پرېکړه وستايله.

بلخوا حکمران تحريک انصاف په اسلام اباد کې د مارچ په ۲۷مه د جلسې کولو اعلان کړی او ويلي یې دي چې په قامي اسمبلۍ کې د رايې اچولو لپاره تلونکي سیاستوال به د دوی له دې لاريونه تيريږي. دواړو خواوو د عدم اعتماد تحريک په لړ کې د خپلو ملاتړو زیاتولو لپاره د حکومت اتحادي ګوندونو سره ملاقاتونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG