د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان خلاف پر عدم اعتماد تحريک به "د مارچ له ۲۷مې وروسته رایې اچول کيږي"


د ۲۰۱۴ کال یوې مظاهرې تصویر: عمران خان او د هغه د ګوند ځيني نور مشران
د ۲۰۱۴ کال یوې مظاهرې تصویر: عمران خان او د هغه د ګوند ځيني نور مشران

د پاکستان واکمن تحريک انصاف مشران غړي وايي چې د وزيراعظم عمران خان پر ضد د اپوزېشن لخوا راوړل شوي پر عدم اعتماد تحريک به د مارچ له ۲۷مې وروسته په قامي اسمبلۍ کې رايې اچول کيږي.

د تحريک انصاف سېنېټر فېصل جاوېد خان د مارچ په ۱۴مه نېټه په پارلېمنټ هاوس کې خبريالانو ته وويل چې ګوند به يې د مارچ پر ۲۷مه نېټه د اسلام اباد په ډي چوک کې يوه جلسه کوي او تر هغه وروسته به په اسمبلۍ کې پر دې تحريک رایې اچول کيږي.

اپوزېشن ګوندونو د مارچ په اتمه د قامي اسمبلۍ له سپېکر سره د وزيراعظم په خلاف د عدم اعتماد تحريک لپاره درخواست جمع کړی دی خو لا تر اوسه سپېکر د رايو اچولو لپاره د غونډې رابللو وخت نه دی ټاکلی.

په همدې حال کې اپوزېشن ګوندونو په حکومت کې د تحريک انصاف اتحادي ګوندونو له مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي. په دوی کې متحده قامي موومنټ او مسلم ليګ (ق) شامل دي. وزيراعظم عمران خان هم ويلي چې د دې تحريک مقابله به کوي او د دې لپاره یې د خپلو اتحاديانو سره په خبرو سربېره د خپل ګوند له غړو سره هم خبرې ډېرې کړې دي.

په قامي اسمبلۍ کې اوسمهال د واکمن تحريک انصاف د یو غړي د مړینې له کبله ورسره ټولې ۱۵۵ څوکۍ دي خو له اتحاديانو سره یې ټولې څوکۍ ۱۷۸ ته رسېږي. اخوا د حکومت مخالفه غړو شمېر ۱۶۴ دی او د بې باورۍ تحريک د بريا لپاره د قامي اسمبلۍ د ۱۷۲ غړيو رايو ته اړتيا ده. واکمن ګوند او حزب اختلاف په دې اړه له نورو سياسي ګوندونو سره خبرو اترو ته دوام وکړی.

له اپوزېشن ګوندونو جوړ اتحاد، پاکستان جمهوري غورځنګ او پیپلز پارټۍ د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک د کاميابولو لپاره د هغه له اتحادي ګوندونو سره ملاقاتونو ته دوام ورکړی او ادعا کوي چې هغوي به د بې باورۍ تحريک کې ورسره مرسته کوي.

خو د تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي د مارچ په ۱۴مه په اسلام اباد کې خبریالانو سره په خبرو ادعا وکړه چې د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک راوړلو په لړ کې يې پر خپلو اتحاديانو بشپړ باور دی چې هغوی به ورسره ملګري پاتې شي.

XS
SM
MD
LG