د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د يو پښتون ځوان په وژنه ځايي پولیس تورن شوي


په کراچۍ کې د يو پښتون ځوان تر وژنې وروسته د پي ټي اېم غړي د احتجاج لپاره د جناح روغتون مخې ته راټول شوي
په کراچۍ کې د يو پښتون ځوان تر وژنې وروسته د پي ټي اېم غړي د احتجاج لپاره د جناح روغتون مخې ته راټول شوي

د سيند صوبې په کراچۍ کې پوليسو د اسماعيل خان اکاخېل په نامه يو ځوان وژلی چې پر ضد یې پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج کړی دی.

د کراچۍ د سهراب ګوټ پوليسو د مارچ پر ۱۴مه ادعا وکړه چې په يوه کاروايي کې یې يو وسله وال وژلی دی خو وروسته یې پخپله تاييد کړه چې دغه تن وسله وال نه بلکې يو ځايي ځوان وو. د نوموړی پلار علم ګل اکاخيل د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې زوی يې د جامو جوړولو په ېوې فيکټري کې د کار کولو وروسته کور ته روان وو چې پوليسو پري ډزې وکړي.

هغه زیاتوي: ((په دکان کې ناست وم چې ماته ټيليفون وشو چې زوی دې پوليسو ويشتلی دی او جناح روغتون ته يې وړی. زه چې کله هسپتال ته ورغلم نو هغه په حق رسيدلی وو. زه غريب سړی يم نور مې څه وس نشته بس د پښتنو نه مرسته غواړم.))

د پېښې پرضد په کراچۍ کې دپښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پلويانو د جناح روغتون مخې ته احتجاج وکړ. دوی پر حکومت ږغ وکړ چې د پښتنو سره دې له تعصبه ډکه رويه بنده شي. د دې غورځنګ د کراچۍ مشر، نورالله ترين د مارچ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل: ((لومړی دوی پر يو ځوان ډزې وکړي او وې وژني. بيا چې موږ مظاهره وکړو نو پولیسو او رينجرز ځواکونه راشي د همکارۍ پر ځای زور کاروي. موږ حيران یو چې چيرته د انصاف لپاره لاړ شو.))

تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي خو پوليس افسران جناح روغتون ته ورغلي وو او د پېښې په اړه يې د پلټنو اعلان کړی دی. د کراچۍ د ختيځې ضلعې ايس ايس پي قمر رضا جسکاني مشال راډیو ته وویل چې دوه اهلکار یې نيولي دي او د قانون مطابق به سزا ورکول کيږي.

په کراچۍ کې د يو پښتون ځوان د وژنې دا لومړۍ پيښه نه ده. د ۲۰۲۱ کال د ديسمبر پر شپږمه د کراچۍ په بلديه ټاون سيمه کې پوليسو په يوه مقابله کې د جنوبي وزيرستان يو ځوان ارسلان مسيد هم وژلی او د هغه ملګرې ياسر اپرېدی يي ټپي کړی وو.

يوه بله پېښه چې پراخه مظاهرې يې راوپارولې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د قوي کېدو سبب هم شوه، هغه په ۲۰۱۸ کال کې د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسيد د وژنې وه. د مسيد د وژنې په تور ګڼ پولیس له دندو ليري او د ملير د پولیسو پر مشر، راو انوار مقدمه روانه ده.

کراچۍ: د سهراب ګوټ پولیس د يو پښتون ځوان په وژنه تورن شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00
XS
SM
MD
LG