د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: باور لرم چې اتحادیان به راسره د عدم اعتماد تحريک په وخت ملګري پاتې شي


د اګست ۲۰۲۰ تصویر: شاه محمود قریشي د یوې خبري غونډې په وخت
د اګست ۲۰۲۰ تصویر: شاه محمود قریشي د یوې خبري غونډې په وخت

د پاکستان حکمران تحريک انصاف مشران وايي د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک لپاره د رايو په لړ کې يې پر خپلو اتحادينو بشپړ باور دی.

د پاکستان تحريک انصاف مرستيال مشر او د ملک بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د مارچ په ۱۴مه په اسلام اباد کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې پر اتحادي ګوندونو مسلم ليګ (ق)، ګرېنډ ډېموکرېټک الاينس، بلوچستان عوامي پارټۍ او متحده قامي موومېنټ (پاکستان) يې پوره باور دی چې د اپوزیشن لخوا راوړل شوي، عدم اعتماد تحريک ته د رايو ورکولو په وخت به ورسره ولاړ وي.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې مخالفه ګوندونو د حکومت له اتحادي ګوندونو سره ملاقاتونو ته دوام ورکړی او ادعا کوي چې د بې باورۍ تحريک کې ورسره مرسته کوي. مخالفه ګوندونو د مارچ پر اتمه نېټه د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحريک د قامي اسمبلۍ په سېکرټرېټ کې جمع کړی وو. سپېکر لا د رایو اچولو لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه نه ده رابلل شوې.

وزيراعظم عمران خان ويلي چې له عدم اعتماد تحريک څخه نه ويريږي او چې کله ترې کاميابه ووځي نو د اپوزیشن سیاستوالو پر ضد به سخته کاروايي کوي.

د متحده قومي مومنټ يو مشر عامر خان تېره ورځ په کراچۍ کې خبريالانو ته ويلي وو چې دوی د تحريک انصاف سره ولاړ دي خو نورې لارې هم ورته خلاصې دي. د مسلم ليګ (ق) يو مشر طارق بشير چېمه د مارچ په ۱۳مه اې ار وايي ټيليويژن سره په مرکه کې ويلي وو چې د ګوند مشرانو یې د پيپلز پارټۍ له شريک مشر، اصف علي زرداري سره ملاقات کړی خو تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې چې د عدم اعتماد تحريک لپاره د رایې په وخت به د چا ملګرتيا کوي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړو شمېر ۳۴۲ دی خو د حکمران تحريک انصاف يو غړی وفات شوی او څوکۍ یې خالي ده. د عدم اعتماد تحريک د کامیابۍ لپاره اپوزیشن ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده. د قامي اسمبلۍ له ووبپاڼې سره سم، د حکمران پاکستان تحريک انصاف ۱۵۵ غړي دي خو له اتحاديانو سره یې ټولې څوکۍ ۱۷۸ ته رسېږي.

د حکومت مخالفه غړو شمېر ۱۶۴ دی خو د پاکستان جمهوري تحريک (پي ډي اېم) په نامه د حکومت مخالفه ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان ادعا کړې چې د حکومت له اتحاديانو سره یې خبرې شوي او د وزيراعظم ليرې کولو لپاره یې هغوی هم له ځان سره ملګري کړي دي.

ايا د عمران خان ضد به د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ تحريک بریالی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:03 0:00
XS
SM
MD
LG