د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحريک د مارچ په ۲۳مه اسلام اباد ته د لاريون کولو اعلان وکړ


مولانا فضل الرحمن او مريم نواز شريف
مولانا فضل الرحمن او مريم نواز شريف

د پاکستان تحريک انصاف حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمن اعلان کړی چې د مارچ پر ۲۳مه به اسلام اباد ته لاريون يا لانګ مارچ کوي.

د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اپوزيشن ګوندونو له غونډې وروسته مولانا فضل الرحمان خبري کنفرنس ته وويل چې د مارچ پر ۲۳مه به د ملک له بيلابيلو سيمو قافلې روانې شي او د مارچ پر ۲۴مه به اسلام اباد ته ورسيږي.

هغه دا ونه ويل چې پلويان به یې څو ورځې په اسلام اباد کې پاتې شي خو زیاته یې کړه چې پلویان به یې تر هغه وخته په اسلام اباد کې موجود وي ترڅو چې د وزيراعظم پرضد د بې باورۍ پر تحريک رايې نه وي اچول شوې. تر اوسه معلومه نه ده چې د وزيراعظم د ليري کولو لپاره د مارچ په اتمه د اپوزيشن لخوا جمه شوي عدم اعتماد تحريک ته به اسمبلي کله رايه ورکوي خو د حکمران تحريک انصاف يو سینيټر، فیصل جاويد خان ويلي چې ممکن دا د مارچ له ۲۷مه وروسته وشي.

د مارچ په ۲۷مه د تحريک انصاف لخوا په اسلام اباد کې جلسه راغوښتل شوې ده. د دې ګوند مشرانو ويلي چې د قامي اسمبلۍ غړي به د دوی په جلسه تيريږي. مولانا فضل الرحمن ويلي چې حکومت دا جلسه د دې لپاره کوي چې د دوی ملګري قامي اسمبلۍ ته له ورتګه منع کړي.

په قامي اسمبلۍ کې اوسمهال د واکمن تحريک انصاف د یو غړي د مړینې له کبله ورسره ټولې ۱۵۵ څوکۍ دي خو له اتحاديانو سره یې ټولې څوکۍ ۱۷۸ ته رسېږي. اخوا د حکومت مخالفه غړو شمېر ۱۶۴ دی او د بې باورۍ تحريک د بريا لپاره د قامي اسمبلۍ د ۱۷۲ غړيو رايو ته اړتيا ده. واکمن ګوند او حزب اختلاف په دې اړه له نورو سياسي ګوندونو سره خبرو اترو ته دوام وکړی

بلخوا د عدم اعتماد تحريک کاميابولو لپاره اپوزېشن ګوندونو د تحريک انصاف اتحادي ګوندونو سره ملاقاتونه زیات کړي دي. په دوی کې متحده قامي موومنټ او مسلم ليګ (ق) شامل دي. وزيراعظم عمران خان هم ويلي چې د دې تحريک مقابله به کوي او د دې لپاره یې د خپلو اتحاديانو سره په خبرو سربېره د خپل ګوند له غړو سره هم خبرې ډېرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG