د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا وايرس ټول بندېزونه ختم کړي


حکومت د کورونا وبا د مخنيوي لپاره یوشمېر بندېزونه لګولي ول. عکس له ارشيفه
حکومت د کورونا وبا د مخنيوي لپاره یوشمېر بندېزونه لګولي ول. عکس له ارشيفه

د پاکستان حکومت د کورونا وبا د مخنيوي په خاطر د لګول شويو ټولو بندېزونو د ختمولو اعلان کړی دی.

د مارچ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال د دې هېواد د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وویل چې په پاکستان کې د کورونا وبا پېښې مخ په کمېدو دي او د دې ترڅنګ ۷۰ فيصده کسانو د وايرس ضد دواړه واکسينونه لګولي دي. هغه زیاته کړه چې د ودونو، مارکېټونو او ريستورانونو په اړه چې کوم بندېزونه لګول شوي ول، هغه نور ختم دي، البته ويې ویل چې هغه کسان چې واکسين نه دي، پر هغوی به دغه بندېزونه لاهم پر ځای وي.

اسد عمر وويل چې دا پرېکړه د مارچ پر ۱۶مه نېټه د کورونا د څار ملي ادارې (اېن سي او سي) په غونډه کې وشوه. په خبري غونډه کې د روغتيا په برخه کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فېصل سلطان هم ګډون درلود.

اسد عمر وویل چې خلک باید اوس هم له وايرسه د ځان ژغورلو لپاره ټول لازم احتیاطونه وکړي.

د پاکستان روغتيا څانګې د مارچ پر ۱۷مه نېټه ویلي چې په تېر شواروز کې ۵۱۴ کسان په کوويډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او دوه ورڅخه مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کورونا لومړۍ پېښه د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۶مه ثبت شوې وه. تر اوسه په دې هېواد کې په مجموعي توګه تر ۱۵ لکه ۲۰ زره زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۳۰ زره ۳۱۹ ورڅخه مړه شوي دي. خو تر ۱۴ لکه ۷۲ زره زیات کسان ورڅخه رغېدلي هم دي.

د پاکستان حکومت د وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې يوشمېر بنديزونه لګولي او بیا يې پورته کړي دي. حکومت ان تر څه مودې پورې ټولبند هم اعلان کړی وو چې وروسته يې ختم کړ.

پر دې سربېره حکومت په هوټلونو کې پر ودونو، ريستورانونو کې دننه پر ډوډۍ خوړلو او په بسونو کې پر سفرونو کولو د بندېزونو ترڅنګ يوشمېر نور اقدامات کړي ول.

حکومت د کورونا وايرس د څار لپاره د نېشنل کمانډ اینډ اپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) په نوم يوه اداره جوړې کړې وه. د روغتیا په برخه کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فېصل سلطان د مارچ پر ۱۲مه نېټه ویلی وو چې د مارچ د مياشتې تر پايه به دا اداره ختمه کړي. د ده په خبره، د دې ادارې ذمه واريانې به د روغتيا ملي ادارې ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG