د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس واکسينو پر اغېزمنتيا شک مه کوئ: چارواکي


د چين د ساينوفام واکسين په دوو ډوزو کې د ستنو په وهلو سره کېږي. دوهم هغه تر لومړۍ ستنې ۲۱ ورځې وروسته لګېږي.
د چين د ساينوفام واکسين په دوو ډوزو کې د ستنو په وهلو سره کېږي. دوهم هغه تر لومړۍ ستنې ۲۱ ورځې وروسته لګېږي.

د پاکستاني وزیراعظم عمران خان تر واکسينو لګولو وروسته هم په کورونا وایرس اخته کېدو، چارواکي د عامه پوهاوي د کمپاين زیاتولو ته مجبوره کړي دي.

د کورونا وایرس واکسينو له لګولو تر دوه ورځې وروسته عمران خان په دې وایرس اخته شو.

نوموړي د چين هغه ساينوفام واکسين کړي وو چې پر پاکستان سربېره د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې هم حکومتونو خپلو وګړو ته لګول پېل کړي دي.

تر دې وروسته پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو رسنيوو ځينو خلکود کورونا واکسينو په اغېزمنتيا شکونه ښودلې خو د خېبر پښتونخوا د صحت د ادارې د عامې روغتيا د برخې مشر ډاکټر اکرام الله وايي دا شکونه بې بنياده دي.

هغه د مارچ په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د دوی استعمالوونکي، چينايي‌واکسين د خپل اغېز ښودلو لپاره وخت ته ضرورت لري نو په ګټو یې شک کول نه دی پکار.

ده وویل، "ځيني خلک به د کورونا واکسين په اړه هسې هم شکونه لري خو دا بايد په ياد ولرو چې دا واکسين ډير زر جوړ شوي دي او نړۍ هېوادونو غټه کارنامه کړې ې په کال يا يو نيم کال کې یې دې وبا لپاره واکسين جوړ کړ. نو د افاديت په اړه به یې خامخا څېړنې روانې وي. موږ چې کوم واکسين کاروو هغه، د چين ساينوفام واکسين دي چې د نړۍ ګڼ هېوادونه یې کاروي او د افاديت کچه یې ۸۵ فیصده ده."

د چين د ساينوفام واکسين په دوو ډوزو کې د ستنو په وهلو سره کېږي. دوهم هغه تر لومړۍ ستنې ۲۱ ورځې وروسته لګېږي.

په کوټه کې د کورونا وایرس مریضانو سره کار کوونکی ډاکتر شېرين خان وايي خلک بايد د واکسينو اغېز ښودو ته وخت ورکړي او ژر ناهیلي نه شي.

ډاکتر شېرين خان د واکسينو د اغېزمنتيا د دور تشریح کولو په ترڅ کې مشال راډيو ته وويل، "ډيره ممکنه ده چې په عمران خان کې کورونا وایرس د واکسينو د کولو په وخت وو. يوازې څرګنده وروسته شو. موږ ډاکتران ډير داسې خلک وينو چې تر واکسينو کولو وروسته پکې کورونا وایرس ښکاره کېږي. د هغې وجه دا نه ده چې واکسين خراب دی. وجه یې دا ده چې کورونا وایرس په دغه کس کې موجود وو نو څرګند شوی نه وو. نو خلک بايد د واکسينو پر ضد تبليغات ونه کړي او د ډاکټرانو خبرو ته غوږ کېږدي."

امریکا، جرمني، برتانيا، چين، روس، سویټزرلېنډ او هند د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره واکسين جوړ کړي چې د خپلو وګړو تر څنګ یې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ليږلي دي.

رويټرز خبري اژانس د امريکا او جرمني کمپنيوو شريکو جوړو کړو واکسينو، فایزر د اغېز فیصدي ۹۵ او او روسي سپوتنيک ۵ واکیسين ۹۲ فیصده اغېزمن ښودلي دي. همداراز د هند کوواکسینو اغېز ۸۱ فیصده راپور شوی دی.

د واکسينو د اغېز فیصدي په کلينيکونو کې پر خلکو د تجربې له مخې معلومېږي. لکه برتانوي استرازينيکا واکسين د جنوبي افریقې په پرتله په اسرايلو کې ډېر ګټور ثابت شوي.

په برتانيا کې د شمالي لندن د بیړنیوو روغتیايي خدماتو د څانګې مشر، ډاکټر خسرو سنګروال چې پخپله یې هم د استرازینیکا واکیسین لګولي دي وايي چې د هر واکسين اغیز د يوې سيمې د هوا حالت او د خلکو د بدني جوړښت پورې اړه لري.

هغه د مارچ په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې هر قسمه واکسين تر نه واکسين بهتره دي.

نوموړی زیاتوي چې که د عمران خان په شان يو څوک تر واکسينو کولو سمدستي وروسته په کورونا اخته شي، مانا یې دا ده چې په هغه کې لا واردمخه کورونا وایرس وو.

ده وویل، "د کورونا وایرس پټه موده له لسو تر څوارلسو ورځو ده. یعنې دا وایرس تر ۱۴ ورځو پورې په بدن کې پټ پاتې کېدلی شي. نو دا عادي خبره ده چې يو څوک دې د واکسينو کولو باوجود ژر په کورونا اخته شي. واکسين له دوه اونيوو څخه تر درې اونيوو پورې وخت ته ضرورت لري چې په بدن کې پوره ګډ او غېز پېل کړي. اصلا واکسين د دې لپاره وي چې د بدن دفاع تر دې حده قوي کړي چې کورونا وایرس به دې تر هسپتاله نه رسوي او عادي به درباندې تیريږي."

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر میاشت کې د چين په اوهان ښار کې راپيدا او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د دې وایرس په اړه شمېرې ساتونکي امريکايي‌ جان هاپکینز پوهنتون د مارچ پر ۲۱مه ليکلي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس وهلو شمېر له ۱۲۲ ميليونو اوښتی دی. په دې کې د پاکستان څه باندې شپږ لکه وګړي هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG