د بحري چارو د وفاقي وزیر ویاند محمد عمر فاران د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، له امریکا څخه د سویابینو ورغلې بېړۍ یې د کراچۍ له بندره، بل بندر پورټ قاسم ته لېږدولې
د ار ایس ایف مشر ډېنیل بسټرډ په یو بیان کې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو لپاره قاعدې او ضابطې ضروري دي خو د دې په بهانه دې سنسرشپ نه کېږي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴۰ کاله پوره کېدو په مناسبت دوه ورځنې کانفرانس د فبرورۍ پر ۱۸مه پای ته ورسېد.
اسوشيېټيد پرېس خبري ایجنسۍ ته په سېشنبه د روغتیا چارواکو وویل چې تر دغه وخته یې دګېس لوجې متاثره شویو ۶۵۰ ناروغانو علاج وکړ.
د سیندۍ ژبې ټېلېوېژن کې ټي این او ورځپاڼې کاوش خبریال عزیز میمن د فرورۍ پر ۱۵مه د سیند په مهرابپور کې وژل شوی وو.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال وايي، د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.
دا کانفرانس په پاکستان کې د افغان کډوالو د ۴۰ کلونو د مودې پوره کېدو په اړه جوړ شوی. وزیراعظم عمران خان د کانفرانس پرانېسته وکړه.
د بلوچستان زراعتو څانګې ويلي چې ملخانو د شاوخوا څلور نيم اربه روپيو فصلونه زيانمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د پاکستان د دولت مننه وکړه چې تر څلورو لسیزو پورې یې افغان کډوال په خپله خاوره کې پاللي.
د خیبر پښتونخوا د پولیو د ادارې یو کارکوونکي عبدالباسط د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، په دې بهیر کې به د یادې صوبې شپږ اعشاریه اووه میلیونه ماشومانو ته د هغوی ټیمونه ځانونه رسوي.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کشمير، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې او د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ او د ستراتیژیکو او سوداګریزو اړيکو پر پراخولو څرګندونې کړې دي.
د دې قانون ترمخه حکومتي چارواکو ته اختيار ورکړل شوي چې سوشل ميډيا سروس بندولې يا پري جرمانې لګولې شي.
نور وښیئ