عالمګير وزير د پښتون ژغورنی غورځنګ د يوه مخکښ او د قامی اسمبلی غړي علی وزير وراره دی.
بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر څلورمه په کراچۍ کې یوې غونډې ته وویل، د حکومت د ناسمو اقتصادي پالیسیو له وجې ګراني خورا زیاته شوې.
د خیبر پښتونخوا حکومت د فبرورۍ پر درېیمه د وایرس د مخنیوي په موخه بیړنی حالت اعلان کړ ځکه دا صوبه له چین سره سرحد لري.
د فرورۍ په درېيمه د پېسو نړيوال صندوق (IMF) يو پلاوی اسلام اباد ته تللی چې د دې مياشتې تر ۱۴مې پورې به هلته وي او د پاکستان هغه کارونه به ارزوي چې د دوی د قرض په بدل کې يې کړي دي.
پاکستان ته له کورونا وايرس ځپلي چين څخه د پروازونو بيا پېدلېدو په لړ کې د فرورۍ په درېيمه له ارومچي او بيجينګ څخه ۱۳۰ پاکستاني او ۱۲ چيني وګړي په دوو پروازونو کې اسلام اباد ته ورسېدل.
دغه فعالان هغه مهال ونيول شول چې د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د نيولو پرضد د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته مظاهره کوله.
که په ساده ټکو کې وویل شي نو حکومت چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې کوم پورونه اخېستي، د یو کال وړاندې سره که پرتله شي نو ۴۰ په سلو کې پکې زیاتوالی راغلی دی.
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت ادعا کوي چې په خپله واکمنۍ کې یې په نړۍ کې د پاکستان نوم ښه کړی دی.
د پاکستان حکومت وايي، په چين کې د کورونا وايرس لړ کې د پاکستانيانو خپل هېواد ته د نه ستنولو په فيصله ولاړ دی.
پاکستان د کورونا وايرس د مخنيوي په موخه چين ته تلونکي او راتلونکي ټول پروازونه ځنډولې دي.
د جنورۍ پر ۳۰مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د غورځنګ یوه مشر محسن داوړ پر پښتین له هېواد سره د غدارۍ او په مظاهرو کې پر ځینو
د بې پولې خبريالانو ادارې رپورټرز ويد اوټ بارډرز د پاکستان پر پارليمان غږ کړی چې پر انټرنيټ خپرېدونکو ټي وي خپرونو او نورو آن لاين ويډيو خدماتو لپاره د قانون جوړولو وړانديز رد کړي.
نور وښیئ