د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرش: د کډوالو واپسۍ لپاره افغانستان کې امن ضروري دی


د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

اسلام اباد ـ د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېرش د فبرورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه نړیوال کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل، د کډوالو د واپسۍ لپاره اړینه ده چې په افغانستان کې دې امنیت تامین شي.

دا کانفرانس چې دوه ورځې به دوام کوي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ۴۰ کلونو د مودې پوره کېدو په اړه جوړ شوی. وزیراعظم عمران خان د کانفرانس پرانېسته وکړه.

په غونډه کې د ملګرو ملتونو د مشر انتوني ګوتیرش په ګډون د ګڼو هیوادونو استازي ګډون کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خپله وینا کې وویل، پاکستان نه یواځې دا چې تر ۴۰ کلونو پورې یې د افغان کډوالو پالنه کړې، د افغانستان د سولې په پروسه کې یې هم خپله رغنده ونډه اخېستې ده.

نوموړي وویل، د افغانستان د سولې په اړه پوځ او منتخب حکومت يو دريځ لري. د هغه په وینا پخوا به ويل کېدل چې د افغانستان په اړه د پاکستان پوځ او حکومت مختلف نظرونه لري خو اوس داسې خبره نشته.

هغه زیاته کړه:

"له کله چې زموږ حکومت جوړ شوی، موږ خپل پوره کوشش کړی چې د سولې په خبرو کې څومره چې کولای شو مرسته وکړو. زلمی خليزاد دلته ناست دی او ما له هغه سره څو ځله ليدلي او دی خبر دی چې د افغان سولې په اړه ټول هېواد يو دريځ لري، د پاکستان امنيتي ځواکونه هم نظره دي."

عمران خان وړاندې وویل، هېواد يې په افغانستان کې د دې لپاره سوله نه غواړې چې ګواکې افغانانو ته يې پنا ورکړې ده بلکې د ده په وينا دوی د سوليزه ژوند حق لري.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتريس کانفرنس ته په وينا کې د پاکستان ستاينه وکړه چې افغانانو ته يې پناه ورکړه. نوموړي زياته کړه چې په دې برخه کې چې پاکستان څومره هڅې کوي په هغه په مقابله کې د نړيوالو مرسته کمه ده.

نوموړي وویل: پاکستان د نړۍ دویم لوی ملک دی چې په زیات شمېر کې کډوال پکې ژوند کوي. هغه له پاکستانه مننه وکړه او ویې ویل، د دې باوجود چې پخپله هم له ستونزو سره مخ دی خو بیا یې د کډوالو پالنه کړېده.

نوموړي پر نړیوالو بسپنه ورکونکو غږ وکړ چې د هغو هیوادونو سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي چې د کډوالو کوربتوب کوي.

په غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم ګډون کړی. د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېرش پر نوموړي غږ وکړ چې په افغانستان کې دې د سولې پروسه چټکه شي ځکه چې د کډوالو واپسي له همدې سره تړلې ده.

راډیو پاکستان د فبرورۍ پر ۱۷مه پر خپله ویبپاڼه لیکلي، د ۲۰و هغو هیوادونو وزیران او استازي په دې کانفرانس کې ګډون کوي چې په پاکستان او نړۍ کې یې د افغان کډوال پالنه کړېده.

له افغانستانه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ کې یو پلاوی هم په کانفرانس کې د ګډون په هدف د فبرورۍ په ۱۶مه اسلام اباد ته ورسېد.

په پاکستان کې لا هم له دوو میلیونو زیات افغان کډوال ژوند کوي چې ځیني یې د مهاجرت کارتونه لري او ځیني یې نه لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG