د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه د پاکستان د دريځ ملاتړ کوي: اردوغان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان پر هوايي ډګر له ولسمشر اردوغان سره.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان پر هوايي ډګر له ولسمشر اردوغان سره.

اسلام اباد- د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کشمير، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف ) او د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ او د ستراتیژیکو او سوداګریز اړيکو پر پراخولو څرګندونې کړې دي.

د فبرورۍ پر۱۴مه په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د پاکستان او ترکیې ترمنځ پر بېلا بېلو تړونونو تر لاسلیک کولو وروسته وزیر اعظم عمران خان وويل، ترکیې په هر وخت کې له پاکستان سره مرستې کړي او د ترهګرۍ پرضد د دې هېواد ملاتړ کوي.

عمران خان زیاته کړه: " څرنګه چې يې د کشمير پر مسلې او د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف ) د څار له خړ لېسټه د پاکستان د نوم ایستلو په برخه کې د خپلې مرستې ډاډ راکړی، ترې مننه کوو."

نوموړي وویل، "دواړه هیوادونه له يو بل سره پر سياسي او اقتصادي مرستو سربېره ډېرې ښې اړيکې لري او نن مفاهمتي ياداښتونه لاسليک کولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د يو نوي دور پيل وشو."

په دې غونډه کې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وويل چې د تعليم، مواصلاتو، صحت او ثقافت په ګډون په نورو څانګو کې د مرستو په اړه ۱۳ تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو اندازه لګېدای شي.

نوموړي وویل، "په دې وروستيو کې د عمران خان د انقرې دورې پرمهال موږ دواړه په دې سلا شوي وو چې ۲۰۲۳م کال پورې به د دواړو هېوادونو خپلمنځي تجارت پنځه اربه ډالره ته رسوو."

ترک ولسمشر زیاته کړه: "موږ له پاکستان سره د مرستو لپاره چمتو يو. پاکستان چې په دې سيمه کې د امن او سولې لپاره د وسله والو ډلو پرضد کوم ګامونه پورته کړي نو هغه د ستاينې وړ دي."

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت به یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

اردوغان د عمران خان پر بلنه د فېبرورۍ پر ۱۳مه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی و.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG