د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه غونډه پای ته ورسېد


په اسلام اباد کې کنفرانس
په اسلام اباد کې کنفرانس

په پاکستان کې د افغان کډوالو۴۰ کاله پوره کېدو په مناسبت دوه ورځنې کانفرانس د فبرورۍ پر ۱۸مه پای ته ورسېد.

د فبرورۍ پر ۱۸مه د کانفرانس په اخري غونډه کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي، د سېفران وفاقي وزير محبوب سلطان، د وزير اعظم سلاکار ارباب شهزاد او د (يو اېن اېچ سي ار) ادارې مشر اندريکا راټواټې ګډون وکړل.

په دې غونډه کې د پاکستان بهرینو چارو وزیر شاه محمود قریشي وويل، حکومت يې کله هم دا نه غواړي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په زوره خپل ملک ته ولېږي.

پاکستان د کډوالو په عزت سره مرحله واره واپسي غواړي او دې لړ کې نړيوالې ټولنې له خپل کردار لوبول پکار دي.

غونډې ته د پاکستان سيفران وزير محبوب سلطان وويل، په پاکستان کې افغان کډوالو ته ډېر سهولتونه حاصل دي په سرکاري روغتونونو کې يې وړیا علاج کېږي، د پاکستان په تعليمي ادارو کې وړیا تعليم حاصلوي او حکومت يې ورته د اعلا تعليم لپاره سکالرشپې هم ورکوي.

له مشال راډيو سره په خبروکې محبوب سلطان وويل،له ۴۰ کلونو راهيسې افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي نو موږ غوښتل چې نړيوال مطبوعات نړۍ ته دا وښايي چې په څومره ښې طريقې سره دا کډوال په پاکستان کې ژوند تېروي، دې سره سره موږ نړيوالې ټولنې ته دا هم ويل غواړو چې پاکستان له خپل وس څخه زيات د افغان کډوالو خدمت کړې او کوي يې نو ورته پکار دي چې په تېرو وختونو کې يې کومې وعدې کړې وې هغه په عملي کولو سره پاکستان سره خپلې مرستې دې په راتلونکي کې هم جاري وساتي.

د یادونې وړ دې چې د فبرورۍ پر ۱۷ د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د پاکستان حکومت په مرسته په اسلام اباد کې د دې دوه ورځنې کانفرانس جوړ کړی و چې وزير اعظم عمران خان او د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيرش علاوه د شاو خوا ۲۰ هیوادونو وزيرانو، سفيرانو او په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو مشرانو پکې ګډون وکړل.

یو این ایچ سي ار په وینا چې دا وخت په پاکستان کې له ۱۴ لکو زیات راجسټرډ افغان کډوال مېشت دي او هم دومره غیر راجسټرډ کډوال دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG