د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملخانو پاکستاني کروندګر پرېشانه کړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

چارواکي وايي، په پاکستان کې د قحطۍ يا صحرايي ملخانو په زرګونه هيکټره مځکو ولاړ فصلونو تباه کړي دي.

د بلوچستان د زرعي څېړنو مرکز د ونو بوټو څانګې مشر قاسم کاکړ د فبرورۍ پر ۱۶مه نېټه مشال راډیو ته وويل، د ملخانو سېل له بلوچستانه د سيند له لارې پنجاب او بيا د هند راجستهان صوبې ته رسېدلی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سيند او د بلوچستان د چارواکيو په حواله لیکلي، لومړنۍ اندازې ښيې چې ملخانو له ځنګلونو او څرمځکو (ورشوګانو) پرته پر ۸۰ زره هيکټره مځکه ولاړ فصلونه تباه کړي دي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

قاسم کاکړ زياتوي، ملخان په لومړي ځل د ۲۰۱۹م کال په مې مياشت کې د بلوچستان په نوشکي او چاغي سيمو کې ښکاره شوي ول او فصلونو ته يې زيان رسولی وو.

د بلوچستان زراعتو څانګې ويلي چې ملخانو د شاوخوا څلور نيم اربه روپيو فصلونه زيانمن کړي دي.

د پخوانۍ فاټا د زراعتو څانګې پخواني مشر فيصل الرحمن د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وويل، ملخان په هغو شاړو مځکو کې ورو ورو خپل نسل زياتوي چې خلکو يا حکومت له پامه غورځولې وي.

د هغه په خبره، ملخان په شاړو مځکو کې هګۍ اچوي او بيا په اجتماعي توګه د سېل په بڼه کې فصلونه خوري.

قاسم کاکړ وايي، د ملخانو لومړی نسل دومره زيات نه وي لکه څومره چې دويم او دريم وي او د هغه په خبره دا اوسنی هغه يې دويم دی.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

فصلونو ته د رسېدلو زيانونو ته په کتو سره د فبرورۍ پر ۱۵مه د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې (اېف اې او) د پاکستان حکومت سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ.

په دې اړه په اسلام اباد کې دستوره وشوه چې پکې د پاکستان د خوړو خونديتوب او زرعي څېړنو وزير خسرو بختيار او د اېف اې او مشر کو دونګيو ګډون وکړ.

د تفاهم ليک له مخې په پاکستان کې فصلونو ته د ملخانو د زيان رسولو د مخنيوي لپاره ۷۰ لکه ډالره مختص کړل شوي دي.

له دستورې وروسته کو دونګيو خبرې غونډې ته وويل، تر اوسه په پاکستان کې وضعيت تر کنټرول لاندې دی خو د هغه په خبره د دې لپاره به ژر تر ژره اقدامات کول پکار وي.

کارپوهان وايی چې د ملخانو له منځه وړلو لپاره بايد په پراخه کچه دواپاشي وشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG