د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ناڅرګند زهرجن ګېس ۱۴ تنه وژلي


کراچۍ کې د زهرج ګېس یو اغېزمن روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۲۰، ۱۸ فبروري
کراچۍ کې د زهرج ګېس یو اغېزمن روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۲۰، ۱۸ فبروري

پاکستاني چارواکي وايي په کراچۍ کې د زهرجن ګېس له راوتو تر اوسه لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.

دا مسله چې د یاد ښار په کېماړۍ سیمه کې د فبرورۍ له ۱۶ مې راهیسې شروع شوې پکې د چارواکو په وینا په سلګونو نور متاثره شوي کسان په هسپتالونو کې داخل کړل شوي چې د ساه په اخیستلو کې د تکلیف او سترګو سوځېدلو د مشکل سره مخامخ دي.

اسوشيېټيد پرېس خبري ایجنسۍ ته په سېشنبه د روغتیا چارواکو وویل چې تر دغه وخته یې دګېس لوجې متاثره شویو ۶۵۰ ناروغانو علاج وکړ.

بلخوا چارواکو په سېشنبه ویلي چې له کېماړۍ د خلکو د ویستلو او خوندي ځایونو ته لېږدولو پلان یې جوړ کړی دی. تر اوسه د ګېس راوتو سوړه نه جوتېږي چې له کومه ځایه راوځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG