د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ښايي د ګیس پر ځای د سویابینو ګرد خلک ناروغه کړي وي


چارواکي وايي سلګونه کسان یې د درملنې وروسته فارغ کړي
چارواکي وايي سلګونه کسان یې د درملنې وروسته فارغ کړي

پراګ - د پاکستان حکومت وايي، کېدای شي چې د زهرجن ګیس پر ځای د سویابینو ګرد د کراچۍ سلګونه کسان ناروغه کړي وي.

په دې پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي.

په عین وخت کې د فبرورۍ پر ۱۹مه په کراچۍ کې د کیماړۍ او ورسره د نورو سیمو اوسېدونکي په فضا کې د زهرجن ګیس شدت تر کمېدو درې ورځې وروسته له کورونو بهر ووتل.

د سیند د روغتیا وزارت وايي، د زهرجن ګیس له وجې سلګونه ناروغه کسان یې تر درملنې وروسته فارغ کړي دي.

په کراچۍ کې د پاکستان د کیمیاوي او بایولوژیکي علومو مرکز د فبرورۍ پر ۱۸مه په یوه بیان کې وویل چې کېدای شي خلک پر بندر په وررسېدلې بېړۍ کې د "سویابینو ګرد کیمیاوي موادو ناروغه کړي وي."

سویابین یو ډول بوټی دی چې پلي او زړي یې په بېلا بېلو انساني خوړو، د تېلو ایستلو او د څارویو په خوراک کې کارېږي.

د کراچۍ څېړنیز مرکز وايي، د سویابینو ګرد چې په فضا کې شامل شي او خلک سا اخلي نو د حساسیت ښکارېږي.

خو د بحري چارو د وفاقي وزیر ویاند محمد عمر فاران د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، حکومت د پوهانو یوه پلټنیزه کمېټي جوړه کړې.

د ده په خبره، له امریکا څخه د سویابینو ورغلې بېړۍ یې د کراچۍ له بندره، بل بندر پورټ قاسم ته لېږدولې:

"پاکستان هر کال لاکونه میټرک ټنه سویابین درامدوي چې د څارویو په خوړو کې استعمالېږي. نو د سویابینو درامد او له بېړیو څخه یې ښکته کول نوی کار نه دی. کېدای شي زهرجن ګیس له بل ځایه خپور شوی وي. کېدای شي دا ګیس له یوې وړې کارخانې یا لېبارټرۍ خپور شوی وي چې د حکومت له اجازې پرته یې کار کاوه."

ګیس د کېماړۍ ګڼ اوسېدونکي ناروغه کړي

د عمر فاروق ۱۹ کلن زوی احسن فاروق سږکال په اقرا پوهنتون کې داخل شوی وو.

دی لومړی کس وو چې د کراچۍ ناڅرګنده ګیس وواژه.

عمر فاروق وايي، د کېماړۍ په ضیاالدین روغتون کې ډاکترانو پوره هڅه وکړه خو زوی یې ومړ:

"زما بچي پورته پر [درېیم پوړ] پر چت کوترو ته دانه واچوله، چې ښکته راغی نو لږ ساعت پس یې سا بندېدل شروع شول. له [کوره] ۲۰ قدمه [لېرې] زما دېره ده، زه هلته ناست وم. زما وراره چې دی څنګه دېرې ته راوست، دی راپرېوت. موږ ضیاالدین هسپتال ته ورساوه، هغوی [خپلې هڅې وکړې] خو [زوی مې] جانبر نه شو."

کارکوونکي د ګیس یو ناروغه روغتون ته وړي
کارکوونکي د ګیس یو ناروغه روغتون ته وړي

محمد جنېد په کېماړۍ کې ډرېور دی او فبرورۍ پر ۱۷مه ماخوستن مهال ناروغه شو خو تر علاج وروسته جوړ شوی.

دی وايي، تریخ ګیس یې په پوزه ولګېد او بیا یې سترګې او معده سوځېدل او سردرد یې پیل شو.

د کراچۍ په کېماړۍ، سکندراباد، جیکسن مارکېټ او نورو سیمو کې ګیس د فبرورۍ پر ۱۶مه خپور شو.

بابر علي په بندر کې د مالونو کسټم له یوې کمپنۍ سره کار کوي. دی وايي، له هغې ورځې راهیسې په کور دی او د کورنۍ غړي یې خپلوانو کره استولي.

د بحري چارو د وزیر ویاند محمد عمر فاران وايي، د ګیس د خپرېدو پر شپه وزیر علي حیدر زیدي د کراچۍ بندر او بېړۍ ته ورغی.

دی زیاتوي چې د بندر هېڅ کارکوونکی ګیس نه دی ناروغه کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG