د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرش: هغو هیوادونو سره مرسته پکار ده چې د کډوالو کوربانه دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

اسلام اباد ـ د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش چې د پاکستان په سفر دی، د فبرورۍ پر ۱۶مه یې د اب وهوا یا د (اقلیم) د بدلون په اړه په یو کانفرانس کې ګډون وکړ او د کډوالو له پلاوو سره یې ملاقاتونه هم کړي دي.

هغه په اسلام اباد کې د افغانستان او د یمن د کډوالو یو ګډ پلاوي سره ملاقات وکړ. نوموړي د پاکستان د دولت مننه وکړه چې تر څلورو لسیزو پورې یې افغان کډوال په خپله خاوره کې پاللي.

نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ، له هغو هیوادونو سره دې مرستې وکړي څوک چې په خپله خاوره کې کډوال ساتي او له دې کبله پخپله هم د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر به تر درو ورځو پورې په اسلام اباد کې وي او د فبرورۍ پر ۱۷مه به هغه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (.U.N.H.C.R) په دوه ورځني کانفرانس کې هم ګډون کوي.

تمه ده چې په دې کانفرانس کې به پاکستان کې مېشتو د افغان کډوالو پر ستونزو او د هغوی وطن ته د واپسۍ په موضوع مهمې خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کانفرانس کې به د افغانستان او ایران په ګډون د نړۍ د ۲۰ هیوادونو وزیران او استازي ګډون کوي.

راپورونه دي چې د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري به هم په دې کانفرانس کې ګډون وکړي.

راډیو پاکستان لیکي چې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیرش د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د اقلیم د بدلون په اړه په یو کانفرانس کې هم ګډون وکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG