د سیندۍ ژبې ټېلېوېژن کې ټي این او ورځپاڼې کاوش خبریال عزیز میمن د فرورۍ پر ۱۵مه د سیند په مهرابپور کې وژل شوی وو.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال وايي، د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.
دا کانفرانس په پاکستان کې د افغان کډوالو د ۴۰ کلونو د مودې پوره کېدو په اړه جوړ شوی. وزیراعظم عمران خان د کانفرانس پرانېسته وکړه.
د بلوچستان زراعتو څانګې ويلي چې ملخانو د شاوخوا څلور نيم اربه روپيو فصلونه زيانمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د پاکستان د دولت مننه وکړه چې تر څلورو لسیزو پورې یې افغان کډوال په خپله خاوره کې پاللي.
د خیبر پښتونخوا د پولیو د ادارې یو کارکوونکي عبدالباسط د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، په دې بهیر کې به د یادې صوبې شپږ اعشاریه اووه میلیونه ماشومانو ته د هغوی ټیمونه ځانونه رسوي.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کشمير، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې او د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ او د ستراتیژیکو او سوداګریزو اړيکو پر پراخولو څرګندونې کړې دي.
د دې قانون ترمخه حکومتي چارواکو ته اختيار ورکړل شوي چې سوشل ميډيا سروس بندولې يا پري جرمانې لګولې شي.
دا قوانین وفاقي کابینې د جنورۍ په میاشت کې د ولس سره د سلا مشوری بغیر منظور کړي وو ، خو په اړه يي په میډیا کې مالومات د فبرورۍ په ۱۳ مه خپاره شول.
اردغان د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف ) د څار له خړ لېسټه د پاکستان نوم د ایستلو په برخه کې د خپلې مرستې ډاډ ورکړ.
ډاکټر مهدي حسن وايي، د فبرورۍ پر ۱۱مه چیف جسټس اطهر من الله د اسلام اباد له انتظامي چارواکو سپيناوې وغوښتی چې ولې یې د پي ټي اېم پر کارکنانو د غدارۍ په تور نیولي.
د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا مرستيالې وزيرې اېلس وېلز پر ټویټر پاڼه ليکلي چې حافظ سعيد او د هغه ملګری مجرم ګرځول يو مهم پرمختګ دی.
نور وښیئ