د اطلاعاتو په برخه کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکارې ويلي، حکومت به د هغې ويډیو ساینسي معاينه کوي چې د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې د خبرې غونډې پر مهال ښودلې وه.
پاکستاني چارواکي وايي، وزیراعظم عمران خان به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په بلنه په سېپټمبر میاشت کې د هغه هېواد سفر کوي.
د پاکستان د احتساب ادارې قاضي ارشد ملک د جولای پر اوومه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پخواني وزیراعظم نواز شریف ته په العزیزیه سټیل ملز کیس
د پاکستان پوځ وايي دوي د لا درکو کسانو لپاره په پوځي مرکز - جي ایچ کیو - کې یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس تور پورې کړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي حنیف پښتین اود هغه دوو ملګرو د چاپې پر مهال پر پولیسو ډزې کړې دي چې پکې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن ګوندونو پر استازو مشتملې رهبر کمېټۍ اعلان کړی چې لومړی به په شریکه د سېنټ چرمېن لرې کوي او بیا به د حکومت پرضد احتجاج کوي.
د افغانستان سولې عالي شورا وايي، له طالب استازیو سره د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان کتنه به د سولې پر روان بهیر مثبتې اغېزې ولري.
د جولای پر څلورمه د پاکستان حکومت د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د هغه ګام هرکلی وکړ چې ترمخه به یې پاکستان ته په درېوو کالو کې څه باندې شپږ اربه ډالره پور ورکول کېږي.
د سېنټ کمېټۍ د سعودي عرب په جېلونو کې د قیدي پاکستانيانو په نه راخوشې کولو اندېښنه ښودلې ده.
عامر رانا وايي، که څه هم د حافظ سعید خلاف له ترهګرو سره د مالي مرستو مقدمه درج شوې ده خو په پاکستان کې د دغه ډول مقدمو لپاره ځانګړي عدالتونه نشته
. د جولایي پر دریمه د باجوړ په انات کلي بازار کي هم مظاهره وشوه چې د جماعت اسلامي ګوند پلویانو، دوکاندارانو او کاروباریانو پکې برخه واخیسته.
د پېسو نړیوال صندوق – ای ایم ایف – پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده.
نور وښیئ