د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د عمران خان لیدنه به افغان سولې ته ګټه ولري؟


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

په افغانستان کې په ۲۰۰۱ز کال د طالب رژیم له نسکورېدو پس دا لومړی وار دی چې له طالب مشرانو سره د یوه هېواد مشر ګوري.

وړاندې هم له افغان طالبانو سره د پاکستاني وزیر اعظم د لیدو پلان وو خو د کابل له لوري تر سخت غبرګون پس واخیستل شو. خو دا ځل عمران خان په یوه میاشت کې دوه لوی ملاقاتونه لري، لومړی په افغانستان کې په جګړه بوختو وسله والو طالبانو له مشرتابه سره او ورپسې د امریکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره چې د هېواد پوځي ځواک یې په ۲۰۰۱ز کال کې د یولسم سېپټمبر تر پېښې وروسته سمدستي په افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکور کړ.

د جولای پر درېمه د پاکستان سرکاري راډیو د دغه هېواد د وزیر اعظم عمران خان د یوه سلاکار نعیم الحق له خولې ویلي، چې ټاکل شوې عمران خان به په روانه جولای میاشت کې د طالبانو له یوشمېر استازیو سره وګوري چې د افغان لانجې یو پرامنه حل راواېستل شي.

په سیاسي چارو کې د پاکستاني وزیر اعظم سلاکار نعیم الحق ویلي چې له طالبانو سره د عمران خان پر ملاقات افغان حکومت هم خپله خوښه ښودلې.​

د افغانستان سولې عالي شورا وايي، له طالب استازیو سره د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان کتنه به د سولې پر روان بهیر مثبتې اغېزې ولري.

د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: دې ته په کتو چې طالبان تر ډېره له پاکستانه فعالیت کوي او هلته اوسېږي، که چېرې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان له طالب استازیو سره ګوري او دوی سولې ته هڅوي، دا یو نېک ګام دی او د دوی لېدل او خبرې به مثبتې وي.

وسله والو طالبانو لا له عمران خان سره د دې کتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غني پاکستان ته د سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي.

خو یوشمېر افغان کارپوهان وايي، هغه مخالفتونه چې سعودي عرب او قطر له طالبانو سره لري، سعودي غواړي چې د دوحې پرضد نوې ډله په پاکستان کې جوړه او عمران خان ورسره وګوري.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي چې د پاکستان او سیمې حالت له نېږدې څاري، وايي چې سعودي غواړي په دې کار سره طالبان په دوو ډلو ووېشي.

دی زیاتوي: واقعیت دا دی، هغه ډلې ټپلې چې عمران خان ورسره ګوري، هغه طالبان چې په قطر کې دي، هغوی نه دي، بلکې هغه مخالفتونه چې سعودي عرب او قطر یې له طالبانو سره لري، سعودي غواړي چې د دوحې پرضد نوې ډله په پاکستان کې جوړه کړي چې یو مرکز یې په پاکستان او بل په دوحه کې وي چې دا یوازې یوه لوبه ده او سولې ته کومه ګټه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره دا ځل د جرمني او قطر په کوربتوب راتلونکې یکشنبه په دوحه کې غونډه پیل شي.

تر دې مخکې مسکو د دا ډول دوو غونډو کوربه و چې پکې د افغانستان د یو شمېر پېژندل شویو سیاسي څېرو ترڅنګ، د طالبانو د قطر د دفتر یو شمېر غړو پکې ګډون کړی و.

طالبانو هم له خپل لوري په دې غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی.

دغه غونډه د یکشنبې په ورځ داسې مهال پیلېږي چې په دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې چې پرون یې شپږمه ورځ وه، بې نتیجې پای ته ورسېدې او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ له سره پیل شي.

دا خبره د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وکړه.

هغه پرون ازادي راډیو ته ویلي وو چې د سولې د یوې موافقې لپاره کار په سلو کې اتیا بشپړ شوی، خو ځیني مسایل زیات بحث ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG