د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ای اېم اېف پور اخیستو لپاره به پر پاکستانیانو نور ټېکسونه لګېږي'


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د جولای پر څلورمه د پاکستان حکومت د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د هغه ګام هرکلی وکړ چې ترمخه به یې پاکستان ته په درېوو کالو کې څه باندې شپږ اربه ډالره پور ورکول کېږي.

د زیات په ورځ د وزیر اعظم عمران خان د خزانې او محصولاتو سلار کار ډاکټر حفیظ شیخ په یو خبري کنفرنس کې وویل د ای اېم اېف له فیصلې وروسته به اوس نورې ادارې هم پاکستان ته په مختلفو پېکجونو کې قرضې ورکوي:

((لومړی قسط یو ارب امریکایي ډالر به د جولای پر اتمه نېټه پاکستان ته ورکړل شي، دا به د درېوو کالو لپاره وي او هرکال به دوه اربه ډالر قرض پاکستان ته ورکول کېږي او زموږ او د ای اېم اېف ترمنځ چې کومې خبرې وشوې د هغې ترمخه به موږ خپل برامدات زیاتوو او درامدات به کموو.))

حفیظ شیخ په خپلو خبرو کې دا هم وویل تحریک انصاف ته چې کله حکومت په لاس ورغلی نو پاکستان د څه نا څه ۳۱ زرو اربو روپیو پوروړی وو.

بلخوا د اقتصادي چار کارپوه اکرام هوتي وایي له ای اېم اېفه د پور اخېستلو وروسته به اوس د پاکستان حکومت ځينې نورې سختې اقتصادي فېصلې کوي:

((ای اېم اېف پاکستان ته درې مسلې یادې کړي دي، لومړی دا چې د بجلۍ، ګېس او پټرولیم مصنوعاتو بېعې به دومره لوړېږي چې په دې درېوو برخو لګېدونکې پیسې او د بانکونو قرضې پوره شي، زیات ټېکسونه به لګول کېږي چې د بجټ لګښتونه پوره شي او درېم دا چې پاکستان ته کومه سرمایه راځي د هغې لپاره دې لارې هوارې شي.))

د خزانې سلاکار حفیظ شېخ په خپلو خبرو کې وویل د ای اېم اېف په نوي پور د سود شرح تر درېوو فیصدو پورې ده. د اقتصادي چارو کار پوه ډاکټر معراج الحق وایي حکومت چې کله دا نوی قرض واپس کوي نو د نورو غوندې له سود سره به یې واپسوي او په راروان وخت کې به ځینې نورې سختې اقتصادي فیصلې هم کوي.

خو اکرام هوتي وایي په پاکستان کې به په راروانو درېوو کالونو کې ګراني او بې روزګاري لا زیاتېږي:

((لومړۍ خبره دا ده چې په خزانه کې به دومره پېسې نه وي چې د ملک ټول ضرورتونه پوره کړي، ګراني به زیاتېږي، ډېرې کارخانې به بندېږي او په بانکونو کې هم د پیسو کمی راتلی شي.))

د پاکستان وفاقي حکومت وایي، د ای اېم اېف له پور وروسته به اوس ځینې نورې نړیوالې مالي ادارې او بانکونه پاکستان ته پور ورکوي چې پکې اسیایي ترقیاتي بانک او نړیوال بانک هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG