د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د ورکو کسانو لپاره ځانګړې څانګه جوړه کړې


جنرال اصف غفور
جنرال اصف غفور

پراګ: د پاکستان پوځ وايي دوي د لا درکو کسانو لپاره په پوځي مرکز - جي ایچ کیو - کې یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.

دا خبره د پوځ د عامه اړیکو ادارې – ای ایس پي ار – مشر میجر جنرال اصف غفور د لادرکو کسانو لپاره کارکونکې فعالې امنه مسعود جنجوعه سره تر لیدو کتو وروسته پر ټویټر لیکلي دي.

د بشري حقونو د دفاع تنظیم مشره امنه جنجوعه وايي پوځ ورسره ژمنه کړې چې د لادرکو کسانو په لړ کې به ګامونه پورته کوي.

امنه جنجوعه دا خبره د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې له مشر مېجر جنرال اصف غفور سره تر لیدو کتو وروسته د جولايي پر شپږمه مشال راډیو ته وکړې.

دي وویل ، “ زما دا غوښتنه وه چې څومره لادرکه کسان دي، د هغې درک ولګوئ. که څه قصور یې وي نو عدالتونه ته دې وړاندې کړل شي. که بې ګناه دي نو خوشي دي شي. او که خدای دې نه کړي که هغوی ژوندي نه وي نو کورنیو ته یې ووايی چې څه شوي دي او له نړیوالو معیارونو سره سم تاوان دې ورته ورکړل شي.”

د امنه جنجوعه په وینا هغه (جنرال اصف غفور) ټولې غوښتنې له ځان سره و لیکلې او وې ویل چې ضرور به یوه تګلاره جوړ کړي او ګامونه به پورته کړي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د ورکو کسانو نوملړ به د پوځ له ځانګړې کمیټۍ سره شریکوي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په امر د لا درکه کسانو لپاره جوړه کړل شوې ده.

دې وویل چې د ۲۷۰۰ ورکو کسانو نومونه ورسره دي او په دې کې هره میاشت ۱۰ یا ۱۲ نور کسان زیاتېږي.

د لا درکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان مرستیال مشر ماما عبدالقدیر بلوڅ وايي تر دې مخکې هم د ورکو کسانو لپاره کمېشنونه او کمیټیانې جوړې شوې دي خو تر اوسه یې څه مثبتې نتیجې نه دي ورکړي.

ده وویل ، “ زموږ دا وخت ۴۷۰۰۰ بلوڅان لادرکه دي. ۳۵۰۰۰ نور پښتانه لادرکه دي. پوځ په جي ایچ کیو کې سیل جوړ کړی دی، ایا هلته څوک ځي، دوی یې پریږدي چې خپل حالات ورته بیان کړي؟”

ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه چې پوځ او ایجنسیانې دلته خلک کورونو کې نه پریږدي او هیڅ ته ضرورت نشته، نه کمېشن ته نه بل څه ته.

ده وویل ، “دلته غټه اداره ده، د پاکستان سپریم کورټ. هلته دې لادرکه کسان راولي، که پانسۍ هم ورکوي نو موږ ته قبول دي. خو چې سپریم کورټ کې یې نه وړاندې کوي نو بیا د څه لپاره ځانګړې څانګه جوړوې؟”

ماما قدیر وايي که څه هم له دې ګامونو مطمین نه دی خو بیا هم خوشحاله دی چې په دا ورستیو کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو ورسره د ځینو لا درکه بلوڅانو د خوشې کېدو ژمنه وکړه.

هغه وویل له ژمنې سره سم شا او خوا ۲۰ کسان تر اوسه خوشي شوي دي او د جولای تر اخره به ۳۰ نور هم خلاص کړل شي خو صوبايي حکومت چې د خوشې شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ زیات ښودلی دی.

د ماما قدیر په وینا ، “ په اصل کې تر دې کم دي او یوازې هغه بې ګناه کسان خوشې شوي دي چې په تېرو درو يا څلورو میاشتو کې د شک پر بنیاد نیول شوي ول.”

نوموړي زیاته کړه چې “ مهم کسان لکه د انساني حقونو لپاره کارکونکي، د تنظیمونو مشران یا سیاسي فعالان چې له کلونو راهیسې لادرکه دي، تر اوسه نه دي خوشې کړل شوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د کونسل غړې زهره یوسف وايي دا به په راتلونکي کې معلومیږي چې د پوځ له خوا جوړه کړل شوې دا څانګه څومره موثره ده او د څه مقصد لپاره جوړ کړل شوې ده. زهره وايي زیات ضرورت دې ته دی چې د لادرکه کسانو لپاره جوړ کمېشن پیاوړی کړل شي او له ذمه وارو سره حساب کتاب وشي.

دې وویل ، “یو خو د دې لپاره کمېشن وار له مخه موجود دی نو پکار ده چې هغه زیات مضبوط کړل شي او اختیار ورکړل شي پر ځاې د دې چې ورسره متوازي یوه بله اداره جوړوي.”

زهرا یوسف زیاته کړه چې"کمېشن ته غټه مسله دا ده چې کله لادرکه کسان واپس کورونو ته ولاړ شي نو کیسونه یې بند کړل شي او دا نه په ډاګه کېږي چې چا پورته کړي وو."

د دې په وینا تر څو چې احستاب و نه شي او بخښنه یا استثنی ختمه نه کړل شي، نو تر هغې به دا سلسله درول ګرانه شي.

په پاکستان کې د جبري تښتونو پلټنو لپاره د جوړ شوي کمېشن شمېرې ښيي چې د روان کال تر مې میاشتې د لادرکو کسانو په ۶۱۲۴ کېسونو کې ۳۸۴۷ هوار شوي او ۲۲۷۷ لا هم پاته دي.

د ورکو شویو کسانو خپلوان ادعا کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو د دوی خپلوان په زور ورک کړي دي خو پوځ له دې تورونو انکار کوي.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکو نړیوالو تنظمیونو هم په بیا بیا له پاکستانه غوښتي چې د کسانو د لارکه کېدو لړۍ دې ودرول شي.

XS
SM
MD
LG