د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احتساب عدالت قاضي د مریم نواز څرګندونې رد کړې


د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف

پراګ ـ د پاکستان د احتساب ادارې قاضي ارشد ملک د جولای پر اوومه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پخواني وزیراعظم نواز شریف ته په العزیزیه سټیل ملز کیس کې د سزا اورولو پرېکړه یې قانوني وه او د هېچا فشار یې پر ځان نه وو منلی.

قاضي ارشد ملک دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کړي چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور او د مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د جولای پر شپږمه په یوه خبري غونډه کې وویل، د پلار پر ضد یې لګول شوي تورونه بې بنیاده دي او د سیاسي فشار له کبله ورته محکمې سزا اورولې ده.

مریم نواز د خپل ګوند له یو شمېر نورو مخکښانو سره یو ځای، په لاهور کې یوې ګډې خبري غونډي ته، یوه ویډيو هم د ثبوت په توګه وښوده.

نوموړې ادعا وکړه چې په ویډيو کې د نواز شریف د یو پلوي ناصر بټ او د احتساب عدالت د قاضي ارشد ملک ترمنځ د نوازشریف د مقدمي په اړه خبرې شوې دي.

مریم نواز وايي، نوازشریف ته د سزا اورولو وروسته قاضي ارشد ملک له ناصر بټ سره رابطه وکړه او ورته یې وویل چې له دې پرېکړې کولو وروسته خراب خوبونه ویني او په دې کار ملامته دی.

په ويډیو کې د دواړو کسانو ترمنځ خبرې په سمه توګه نه اورېدل کېږي خو پر هغې لیکل شوو جملو کې ښکاري چې قاضي وايي، هغه تر فشار لاندې او ویرول شوی وو چې نوازشریف ته سزا ورکړي.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د دې ویډیو د کره والي تصدیق نه شي کولی.

مریم نواز زیاتوي، اوس پکار ده چې نواز شریف له بنده خوشې کړل شي.

"ما وعده کړې وه چې زه به د نوازشریف لپاره تر اخري حده ځمه، نو هغه حد دا دی. په دې ملک کې څوک رښتیا نه شي ویلی نو ماته مالومه ده چې د دې نه پس به ماته هم خطره وي. خو اوس که ماته هر څه پېښېږي، زه به بیا هم دا کار کومه."

ارشد ملک د تېرکال په دسمبر میاشت کې نواز شریف ته د العزیزیه سټیل ملز په مقدمه کې د اوو کلونو د بند سزا اورولې وه او هغه یې د فلیګ شپ سرمایه کارۍ له مقدمې بري کړی وو.

د مریم نواز لخوا د دې ویډیو کلېپ له خپرېدو وروسته د قاضي ارشد ملک په خپل غبرګون کې ویلي، د ده په اړه د مریم نواز ادعاوې او الزمانونه ناسم دي.

قاضي ارشد ملک وايي، د نواز شریف خلاف یې پرېکړه د قانون له مخې کړېده د هېچا فشار ورباندې نه وو. نوموړی وايي، البته هغه مهال ورته د مسلم لیګ (ن) ځینو غړو د نواز شریف په حق کې د فیصلې کولو لپاره څو څو وارې د رشوت وړاندیزونه کړي وو او دا یې هم ورته ویلي ول چې که ویې نه مني نو د سختو نتایجو سره به مخ شي.

بلخوا د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو مشیرې فردوس عاشق اعوان د یوې خبري غونډې پرمهال د مریم نواز تورونه رد کړل او ویې ویل چې دا ویډيو باید عدالت ته وړاندې کړل شي.

"دا ویډیو ریکارډ شوې ده، خو د چا پټې خبرې ثبتول پخپله یو جرم دی. د دې ویډیو به فورنزیک اډیټ کېږي او په هغې کې به دا مالومېږي چې د جج او د بېلا بېلو ادارو په اړه خبرې څومره رښتیا دي؟ او یا دا مواد صحیح دي او کنه؟ تاسو دا ویډیو عدالتونو ته یوسئ، عدالتونه ازاد او فعاله دي."

خبریال او د سیاسي چارو پوه محمود جان بابر وايي، تر دې وړاندې هم داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې دي خو د هغې څه خاصې نتیجې نه دې لیدل شوي.

نوموړی وايي، هغه ویډیو چې مریم نواز خپره کړېده، پر ساینسي اساس باید دا زبات شي چې دا اصلي او کره ویډیو ده او که نه؟

"دا ویډیو ریکارډ شوې ده، خو د چا پټې خبرې ثبتول پخپله یو جرم دی. د دې ویډیو به فورنزیک اډیټ کېږي او په هغې کې به دا مالومېږي چې د جج او د بېلا بېلو ادارو په اړه خبرې څومره رښتیا دي؟ او یا دا مواد صحیح دي او کنه؟ تاسو دا ویډیو عدالتونو ته یوسئ، عدالتونه ازاد او فعاله دي."

خبریال او د سیاسي چارو پوه محمود جان بابر وايي، تر دې وړاندې هم داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې دي خو د هغې څه خاصې نتیجې نه دې لیدل شوي.

نوموړی وايي، هغه ویډیو چې مریم نواز خپره کړېده، پر ساینسي اساس باید دا زبات شي چې دا اصلي او کره ویډیو ده او که نه؟

XS
SM
MD
LG