د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې زیاتېدونکې ګرانۍ ولس راپارولی


کوهاټ کې د ګرانۍ او نویو ټېکسونو خلاف مظاهره. ۲۰۱۹، ۳ جولای
کوهاټ کې د ګرانۍ او نویو ټېکسونو خلاف مظاهره. ۲۰۱۹، ۳ جولای

پراګ ـ په ورستیو کې د ګرانۍ ضد د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې مظاهرې شوي دي. د جولایي پر دوهمه په کوهاټ کې دوکاندارانو د ټېکسونو د زیاتیدو ضد احتجاج وکړ. د جولایي پر دریمه د باجوړ په انات کلي بازار کي هم مظاهره وشوه چې د جماعت اسلامي ګوند پلویانو، دوکاندارانو او کاروباریانو پکې برخه واخیسته.

د مظاهرې جوړونکي او د جماعت اسلامي ګوند د قبایلو مرستیال امیر قاري عبدالمجید د جولایي په دریمه مشال ریډیو ته وویل د مظاهرې مقصد یې د ګرانۍ ضد د خلکو غږ اوچتول و.

"ګراني زیاته شوې. حکومت ډېر ظالمانه بجټ راوړی دی. خلک د روزانه استعمال شیان نشي اخیستې، دویانې او تېل ګران دي او بې روزګاري زیاته ده"

له ایي ایم ایف او نورو هیوادونو د قرضو اخیستو سره اقتصاد ته وقتي پیوند لګیدلی شي خو اقتصاد ورسره نه ښه کیږي.
اقتصاد پوهه ډاکټر قېصر بنګالی

له دې وړاندې عوامي نېشنل ګوند په پېښور، نوښار، ملاکنډ،بونیر، کرک او نورو ښارونو کې د ګرانۍ ضد مظاهرې کړي دي. د کراچۍ ټرانسپورټ اتحادیې هم د سي این جي د ګرانیدو ضد د روانې میاشتې په لسمه کاربندیز اعلان کړی دی. په پاکستان کې تېر کال د تحریک انصاف په مشرۍحکومت جوړ شوي. اقتصادي ستونزو ته په کتو، نوي حکومتد پیسو د نړیوال صندوق یا ایي ایم ایف سره د شپږ اربه ډالرو د قرضۍ اخیستو لوظنامه وکړه د هغې راوروسته ډالر قیمت مخ په زیاتیدو شو او د تېلو، بجلۍ، ګېسو او په ځانګړي ډول د خوراکي شیانو نرخونه لوړ شول.

چارواکي مني چې د اقتصادي ستونزو له امله ګراني زیاته شوې ده. د واکمن ګوند تحریک انصاف سیاستوال او د خوراک صوبایي وزیر قلندر لودي د جولایي پر دریمه مشال ریډیو ته وویل ، د خوراکي شیانو د نرخونو د کنټرول لپاره په روزانه بنیادونو کار کوي.

"تاسو ته مالومه ده چې په ټول ملک کې د ګرانۍ څپه خوره ده. د ملک حالات هم تاسو ته مالوم دی. د مصنوعي ګرانۍ د مخنیوي لپاره زمونږ ډلې هره ورځ چاپې وهي، که څوک له سرکاري نرخنامې نه په زیاتو پیسو خوراکي توکوي نو پر ضد یې کار کوو."

مرکزي حکومت د اقتصادي ستونزو ذمه واري پر مخکنو حکومتونو وراچوي خو د اقتصادي چارو پوهه ډاکټر قیصر بنګالی د حکومت اقتصادي تګلارې د ګرانۍ لاملونه ګڼي، نوموړي بېګا مشال ریډیو ته وویل، دا مهال د پاکستان برامدات کم او درامدات زیات دي چې له وجې یې د پاکستان اقتصاد او کرنسي د فشار لاندې ده.

"د ګرانۍ د زیاتیدو درې څلور وجې دي. یو دا چې د ډالرنرخ زیات شي، ګراني راځي. بل حکومت د سود شرحه زیاته کړې او دریم د بجټ خساره زیاته ده او د ټیکسونو په مد کې د پیسو وصولول کم دي. حکومت نوټونه چاپوي لګیا دی. څرګنده خبره ده چېد دې سره د څیزونو نرخونه زیاتیږي."

ډاکټر قېصر بنګالي وویل، له ایي ایم ایف او نورو هیوادونو د قرضو اخیستو سره اقتصاد ته وقتي پیوند لګیدلی شي خو اقتصاد ورسره نه ښه کیږي. د هغه په خبره د اقتصاد پیاوړتیا او ګرانۍ د ختمولو لپاره باید حکومت سمدست غېرضروري درامدات ختم کړي.

XS
SM
MD
LG