د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان روسیې او امریکا ته ځي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان

پراګ ـ پاکستاني چارواکي وايي، وزیراعظم عمران خان به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په بلنه په سېپټمبر میاشت کې د هغه هېواد سفر کوي.

د پاکستان د اورګاډو مرکزي وزیر شېخ رشیداحمد د جولای پر شپږمه یوې خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم به د امریکا تر سفر وروسته روسیې ته ورځي او دا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لویه بریا ده چې هغه امریکا ته سفر کوي.

پاکستانيو رسنیو لیکلي چې عمران خان به په سېپټمبر میاشت کې د ختیځو هېوادونو د اقتصادي فورم په غونډه کې ګډون کوي.

د دې ترڅنګ نوموړی به روانه میاشت امریکا ته سفر کوي او هلته به ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم ملاقات کوي.

په ورستیو څو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړیکې خرابې شوې وي. امریکايي چارواکي وايي چې پاکستان د وسله والو پر ضد سم ګامونه نه پورته کوي او هم له دې کبله یې دې هېواد ته خپلې ځینې مرستې هم بندې کړي دي. بل پلو، پاکستان بیا وايي چې د وسله والو خلاف بې له توپیره کارروايي کوي.

دا چې د وزیراعظم عمران خان امریکا ته سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو په سمولو کې مرسته وکړي او که نه؟ د نړیوالو چارو پوهه ډاکټره منهاس مجید خان وايي، پاکستان دا مهال د اقتصادي او سیاسي چیلنجونو سره مخ دی نو په دې خاطر غواړي چې له امریکا سره خپلې اړیکي ښې کړي.

خو ايا روسیي او امریکا ته د وزیراعظم عمران خان سفرونه او د ايي اېم اېف لخوا پاکستان ته د قرضو ورکولو سره به پاکستان خپل ځان په نړیواله کچه له یوازیتوب نه لري کړي؟ د نړیوالو چارو پوه ډاکټرسرفراز خان وايي، که پاکستان خپله بهرنۍ پالیسي بدله کړه نو له نورو هېوادونو سره به یې تعلقات بیرته ښه شي.

وزیراعظم عمران خان تېره میاشت هم په بشکېک کې د شانګهای همکاری سازمان په غونډه کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ملاقات کړی وو چې پکې یې په بېلا بېلو چارو خبري کړي وي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG