د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېم اېف پاکستان ته د ۶ اربو ډالرو پور ورکول منظور کړ


د پېسو نړیوال صندوق مشره کرسټین لیګاردې
د پېسو نړیوال صندوق مشره کرسټین لیګاردې

د پېسو نړیوال صندوق – ای ایم ایف – پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده.

یادې ادارې د جولايي پر دریمه په یو بیان کې ویلي چې د دې پېسو د لومړۍ برخې په توګه یو ارب ډالر په سم دستي توګه پاکستان ته ورکړل شوي او نورې به په راتلونکو ۳۹ میاشتو کې ورکړل شي.

بیان زیاتوي چې د دې پېسو د ورکړې هدف دا دی چې د پاکستان کمزوري شوي اقتصاد ته په وده ورکولو کې له دې هیواد سره مرسته وشي چې دوامداره او متوازي پرمختګ یې باوري کړي.

د پاکستان د خزانې وزیر عبدالحفیظ شېخ د ای ایم ایف تر بیان وروسته پر ټویټر پاڼه لیکلي دي چې دا پور به د پاکستان د اقتصادي خسارې په کمولو کې مرسته وکړي.

نوموړي ویلي چې د ای ایم ایف دا پور د تحریک انصاف د وفاقي حکومت له خوا د اعلان شوي اصلاحاتي پروګرام مرسته کوي.

د عبدالحفیظ شېخ په وینا ، دا اصلاحاتي پروګرام په اقتصاد کې د خسارې په کمولو سره د پراخې ودې مرسته کوي.

د پېسو نړیوال صندوق به منظور کړی پور په قسطونو کې ورکوي او هم به هر درې میاشتې وروسته د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو عملي کول څاري.

پاکستان ته دا پور د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف واکمن وفاقي حکومت په غوښتنه ورکول کېږي.

دا دیارلسم ځل دی چې پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د پېسو له نړیوال صندوق څخه پور اخلي.

یاد حکومت تېره میاشت د پېسو له نړیوال صندوق سره د پور پر شرایطو سلا شو او داسې پلانونه یې اعلان کړل چې ولسي او پوځي خرڅونه به کموي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني وزیراعظم عمران خان په وینا د ملک اقتصاد له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی.

د ده په وینا د دې وجه دا ده چې د پاکستان پپلز ګوند او مسلم لیګ نون ډلې تېرو حکومتونو پراخې درغلۍ کړې دي.

خو د یادو ګوندونو مشران نه یوازې د درغلیو تور ردوي بلکې وايي چې تحریک انصاف د ملکي چارو پرمخ وړلو تجربه او صلاحیت نه لري.

په پاکستان کې له ای ایم ایف څخه د پور اخیستلو په اړه له څو میاشتو راهسې تود بحث روان دی.

اقتصاد پوهانو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې له دې پور اخیستلو سره به په ملک کې ګراني لا زیاته شي.

XS
SM
MD
LG