د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سعودي زندانونو د پاکستانیانو پر نه پرېښودلو اندېښنه


د سږني ۲۰۱۹ز کال په ۱۷م فېبرورۍ د سعودي باچا محمد بن سلمان او پاکستاني وزیر اعظم عمران په اسلام اباد کې د ناستې پرمهال د پاکستانیو بندیانو خوشېکولو خبره شوې وه
د سږني ۲۰۱۹ز کال په ۱۷م فېبرورۍ د سعودي باچا محمد بن سلمان او پاکستاني وزیر اعظم عمران په اسلام اباد کې د ناستې پرمهال د پاکستانیو بندیانو خوشېکولو خبره شوې وه

د سېنېټ بشري حقونو قايمه کمېټۍ د سعودي عرب حکومت لخوا د ملک په بېلا بېلو جيلونو کې قيد پاکستانيانو په نه راخوشې کولو اندېښنه ښودلې او د اسلام اباده غوښتي چې دا معامله دې له ریاض سره راپورته کړي.

د زيارت په ورځ د سېنېټ بشري حقونو قايمه کمېټۍ غونډه د سېنېټر مصطفی نواز کهوکهر په مشرۍ کې په اسلام اباد کې وشوه چې پکې د سعودي عرب په جېلونو کې قيد پاکستانيانو د راخوشې کولو په باب بحث وشو.

غونډې ته د مصطفی نواز کهوکهر وينا وه پاکستان حکومت دې د سعودي عرب په جيلونو کې قيد خپل وګړي د راخوشېکولو لپاره يوه تګلاره جوړه کړي.

تر غونډې وروستو له رسنيو سره په خبرو کې د نوموړي وينا وه (موږ ټولو د دې خبر هرکلی کړی وو چې د سعودي عربستان په جيلونو کې قيد پاکستانيان به راخوشې کړل شي خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت لخوا غونډې ته وويل شو چې تر اوسه په دې لړ کې هېڅ پرمختګ نه دې شوې او ياد ملک تروسه يو قيدې هم نه دې راخوشې کړې نو دا ډيره د افسوس وړ خبره ده خو موږ هيله لرو چې د پاکستان حکومت به يو ځل بيا دا معامله د سعودي حکومت سره په اعلی کچه راپورته کړي.

د مصطفی نواز کهوکهر په وينا کمېټۍ يې د بهرنيو چارو او د بشري حقونو وزارت ته ویلي دي چې يو داسې فنډز دې قايم کړي چې کوم پاکستانيان جرمانه د نه ورکولو لوجې د سعودي عرب په جيلونو کې بنديوان دي چې هغوی خو واپس راوستل شي.

د سېنېټ بشري حقونو قايمه کمېټۍ ترمخه د سعودي عرب په رياض ښار کې له يو سل څوارلس پاکستانیانو علاوه د ياد ملک په بېلا بېلو زندانونو کې په سلګونو پاکستانيان د جرمانې نه ورکولو لوجې قيديان دي او د يوې اندازې ترمخه د دې بندیانو د راخوشې کولو لپاره له ۸ څخه تر ۲۲ میليونه پورې ريالونه پکار دي.

بلخوا اېډيشنل خارجه سېکرېټري محمد نديم د کمېټۍ غونډې ته وويل وزارت يې څو واره سعودي چارواکو ته د پاکستانيانو د راخوشې کولو ويلي دي او د هغوی لخوا ورته ځواب ورکول کيږي چې ډېر ژر به پرې کار شورو کړي.

د نوموړي په وينا د روان کال په مې مياشت کې وزيراعظم عمران خان د خپلې سعودي عرب دورې پرمهال دا معامله وليعهد محمد بن سلمان ته هم ورياده کړې وه.

د يادونې ده چې د روان کال په فېبرورۍ مياشت کې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان پاکستان ته د خپلې دورې پرمهال د وزيراعظم عمران خان په خواست د سعودي په جيلونو کې قید څه باندې ۲۱۰۰ پاکستانيانو د خوشې کولو فیصله کړې وه.

XS
SM
MD
LG